Royal antelope – سلطنتي انتېلوپ

علمي نوم یې نیوتراګوس پیګماوس (Neotragus pygmaeus) ده، د صحرایي سوی سره یې کچه برابره ده، د غربي افریقا په ځنګلونو کې پیدا کیږي او د نړۍ تر ټولو واړه انتېلوپ دي. چابک انتېلوپ چې علمي نوم یې نیو تراګوس باتېسي (Neotragus batesi) ده سلطنتي انتېلوپ ته ورته دي خو په کچه او وزن کې لږ له سلطنتي انتېلوپ څخه غټ دي. دواړه انتېلوپ په نیو تراګیني توکم (Neotragini tribe) کې شامل دي او له دې پرته د دې توکم نور غړي ډیک ډیک، اوریبي، سټین بک او د ډبرو انتېلوپ دي.
 
صحرایي سوی ته ډېر ورته والی لري: وروستۍ پښې یې د مخکنیو پښو په پرتله دوه برابره لویې وي، غټې سترګې لري، لنډه لکۍ لري، واړه غوږونه لري، د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې او وزن یې ۲.۵–۳ کیلو ګرامه (۵.۵–۷ پونډه) ته رسېږي. ښځه یې له نر څخه لږ غټه وي. د بدن رنګ یې سور یا زېړ نصواري وي، د زنې، خېټې او لکۍ لاندې برخه یې سپین رنګ لري.
 
سلطنتي انتېلوپ په داسې ګڼو شنو یا ځنګل کې ژوند کوي چې لاندې برخې ته یې د لمر وړانګې رسیږي. په ځینو سیمو کې ډېر پرېمانه دي، د پټېدو عادت لري که چېرې خطر احساس کړي لکه د سوی په څېر ځان پټوي، د شپې لخوا ژوند کوي او له همدې امله کم لیدل کیږي. په خپله اوږده ژبه د خپلې خوښې پاڼې کش کوي او ځان تغذیه کوي. د اومیندوارۍ موده یې شپږ میاشتې ده، یو بچی زېږوي، یوازې ژوند کوونکی ده.
Sidebar



Share
Hide Buttons