Rubia Gallega – روبیا ګالېګا
د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې، د ګالیسیا په خودمختاره سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غواګانو له شیدو یې د ټېټيلا په نوم پنېر جوړېږي. غویان یې ارام چلند لري او په کرنه کې د کار لپاره مناسب دي. د ګالیسیا په ټولو سیمو کې شته خو ۷۵% یې په لوګو ولایت کې دي. رنګ یې زېړ، غنم رنګه او یا دار چیني ته ورته وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کتاب یې په ۱۹۳۳ کې جوړ شوی. په ۲۰۱۵ کې د شمېر ۳۹۹۷۱ غوییز وو.
په ۲۰ پېړۍ کې روبیا ګالېګا د پرتګال له باروسا، د سویس له برون ویا، سیمېنټال او د انګلستان بې ښکرو غوییزو سره هم دوه رګه شوي.