Rudd’s mouse – د رډ مږه

د ډول علمي نوم یې (Uranomys ruddi) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په یورانومیس نسل (geus Uranomys) کې یوازینی ډول ده. له اغزنو مږو او بورس ته ورته وېښته لرونکو مږو سره نږدې تړاو لري. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۳ سانتي متره او د لکۍ تر ۷ سانتي متره پورې وي. د افریقا په ډېرو سیمو کې پیدا کیږي خو پرېمانه پیدا کېدونکي ژوي ندي. د کمو ونو لرونکو په وښیزو دښتو کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکی ده او خواړه یې حشرې دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ ډیومي اینای
نسل یورانومیس
UranomysSierraLeone
Uranomys ruddi from Guinea. Photo by Aranae

Comments

This post currently has one response

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons