Sanga cattle – سانګا غوییز
د سوېلې سهارا د غوییزو د نسلونو لپاره ټولیز نوم دی. ځینې وخت یې مسلکي کسان د غوییزو فرعي ډول ګڼي او د (Bos taurus africanus) علمي نوم ورکوي. د تورین او زېبو غوییزو سره یې د کورني کېدو تړاو د بحث وړ مسله ګڼل کیږي.
اصلي ځای او ډلبندي
د مخینې موندنه یې لوی بحث دی. خو د لرغون پوهنې، جنتیکي مطالعو او کلتوري تاریخ ترکیب یې اصلي ځای روښانه کړی دی. لمړي پلرونه یې اوروکس دي کوم چې لویدیځه اسیا کې کورني شوي وو، له دې سیمې مصر ته تقریبا ۸۰۰۰ کاله وړاندې انتقال شوي او له مصر ټولې افریقا ته خپاره شوي. وروسته د شمالي افریقا نسل اخیستونکو له دې غوییزو د افریقا له وحشي اوروکس سره دوه رګه نسل اخیستی دی. د نسل اخیستنې لپاره یې دواړه غویان او غواګانې کارولي. په جنتیک کې د اروپا له تورین او د هند له زېبو غوییزو سره توپیر لرونکي دي. د افریقا له اقلیمي حالت سره تطابق یې ځانګړنې رامنځته کړي.
په مصر کې چې کوم د غوییزو رسمونه په دیوالونو او لرغونو توکو موندل شوي ښکرونه یې په رسمونو کې د افریقا سانګا غوییزو ته ورته دي. د ملا کوبی یې د نورو غوییزو په پرتله کوچنی دی کوم چې اوروکس غوییزو ته ورته والی لري. ګمان کیږي چې غوییز افریقا ته په خپل سر لکه د نورو ژو نه دي کډوال شوي بلکې کورني شوي غوییز شپونکیانو انتقال کړي. په شمال ختیځه افریقا کې د غوییزو د مخینې موندنې لپاره لرغون پوهنه کارېدلې او په سیمه کې یې په ډبرو د غوییزو رسامي او پاتې برخې مطالعه کړي.
اوروکس په لویدیځ ایران، د ترکې په کوچنۍ اسیا یا اناتولیا کې په مستقله توګه کورني شوي، او وروسته د نیل په اوږدو کې شپونکیانو د هوار وادي له لارې مرکزي سهارا ته انتقال کړي. خو ځینې پوهان ګمان کوي چې افریقا کې هم غوییز په مستقله توګه کورني شوي.
ساینسي ډلبندي
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | ارټیو ډکټیلا |
کورنۍ | بووېډای |
فرعي کورنۍ | بووینای |
نسل | بوس |
ډول | بوس توروس |
فرعي ډول | بوس توروس افریکنوس |
د سانګا غوییزو نسلونه
– انوګک غوییز
– رایا ازېبو غوییز
– ابیګار غوییز
– افریکنر غوییز
– الیاب ډینکا غوییز
– انکولي غوییز
– ډرانکېنزبرګر غوییز
– اېن ګوني غوییز
– سور فولاني
– ټولي غوییز
– ټېسوانا غوییز
– سپین فولاني
– بورګو غوییز
– کېټیکو غوییز
– مېرې غوییز
– غانا سانګا
– ډیالي غوییز
– بیو
– بې کوبي لنډ ښکري
زنګا غوییز
– افار
– اراډو
– فوګېرا
– هورو
– جېډو
– الور
بلوکوا غوییز
– اېن ګاندا
– سوکوما
– ټېټ
دوه رګه غوییز
– انکولي واټوسي
– بونسمارا
– رانا او رینیټېلو
– اېم پوا پوا
کره نسلونه
– اېن ډاما
– کوري
– لاګیون
– د غانا لنډ ښکري لنډي غوییز
– باولي
– سومبا
– کپسیکي
– نامچي
– باکوسي
– موتورو
– ساوانا موتورو
– بې کوبي لنډ ښکري
– لنډي موتور
Comments
So empty here ... leave a comment!