Sayaguesa – سایاګېزا

په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د هسپانیا د غوییزو نسل دی. نوم یې د زامورا ولایت له سیاګو سیمې اخیستل شوی. په زومرانا، مولېس دې سایاګو او کاستیانا واردینا نومونو باندې هم پېژندل کیږي. په بنسټیزه توګه د کار لپاره ساتل کېدل خو له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې د کرنې چارې میخانیکي شوې نو د یاد نسل د ساتلو موخه کې بدلون رامنځته شو او اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي.. په ۱۹۶۰ لسیزه کې هڅې پیل شوې چې نسل یې له فریژن ، د سویس نسواري او د فرانسې شارولې غوییزو سره دوه رګه کړي. په ۲۰۰۹ کې یې نسل ۴۵۰ غوییزو ته راکم شو، د نسل ژغورنه یې پیل شوه او په ۲۰۱۵ کې تر ۱۶۱۲ ته یې شمېر لوړ شوی وو.

نر او ښځه کې یې لوی توپیر موجود وي. غویی یې تر ۱۱۰۰ او غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د غويي قد تر ۱۵۸ او د غوا تر ۱۵۴ سانتي متره پورې رسېدای شي. بدن یې تور رنګ کې وي او ځینې وخت یې د ګېډې رنګ د نورو برخو په پرتله روښانه وي. په ملا کې د روښانه رنګ کرښه لري. د بوټانو، پوز او طبیعي پرانیستو برخو رنګ یې تور وي. د ښکرونو د بېخ رنګ یې سپین او د څوکو رنګ یې تور وي. د خسکي رنګ یې سور وي او وروسته تور رنګ ته بدلیږي. له داسې سیمو سره بلدتیا لري چېرې چې څر ځایونو کې واښه کم او هوا خرابه وي.

a dark-coloured cow with a greyish calf

Share
Hide Buttons