Schmidtler’s smooth newt – د شمېټلر هوار تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton schmidtleri) دی. په شمال لوېدیځ یونان او شمال ختیځې بلغاریا کې پیدا کیږي. له بوسفوروس تر اناتولیا پورې سیمه کې هم شته دي. په ۱۹۸۸ کال کې کریسټوفر رکس ورتي په لمړي ځل تشرېح کړی او په تریتوروس نسل کې یې د هوار تریتون د فرعي ډول په توګه ډلبندي کړی وو، پخوانی ساینسي نوم یې (Triturus vulgaris schmidtleri) دی. وروسته وموندل شوه چې له هوار تریتون سره ګډ پلرونه نه لري او تریتوروس نسل سره ووېشل شو. په ۲۰۱۷ کې په لیسوتریتون نسل کې د جلا ډول په توګه ډلبندي شول.

ودې ته رسېدلی نر یې د مثل د تولید پرمهال داسې ځانګړنې پیدا کوي کومې چې له هوار تریتون سره توپیر لري. نر یې له ۵ تر ۷ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. ملا کې تاج یې تر ۲ ملي متره پورې لوړوالی لري او جوړښت یې غاښونو ته ورته وي. د مثل د تولید پر مهال د لیسوتریتون نسل د نورو ډولونو په څېر د لکۍ څوکه کې روښانه رنګ ته وده نه ورکوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons