د سترګو سپین ته وایي. د سترګې د توپ لپاره د ملاتړ دیوال جوړوي.
د سترګو سپین د (conjunctiva) په نامه یوې مخاطي غشاء پوښلې وي، یاده غشاء سترګه له وچېدو ساتي. د سترګو سپین له درې برخو جوړ وي : یوه برخه یې د (episclera) په نامه نښلونکی نسج دی او د (conjunctiva) غشاء لاندې وي، دوېمه برخه یې د (sclera proper) په نامه غلیظ نسج دی کوم چې دې سیمه ته خپل سپین رنګ ورکوي، درېمه برخه یې د ټولو منځ کې د (lamina fusca) په نامه ایلاستیکي فایبرونه دي.
د سترګو سپین کې ځینې حالتونه هم رامنځته کیږي، ځینې حالتونه یې جنتیکي دي، تر ټولو عام یې لاندې یاد شوي :
– د (Melanosis) حالت کې د سترګې د سپین له پاسه بې کچې رنګدانه جمع کیږي، دا رنګدانه پړسوب هم پیدا کولای شي.
– د (Scleral Coloboma) د نسج نشتوالی وي او د سپین بهر ته وتلو لامل کیږي.
– د (Ectasia) حالت کې د سترګې د سپین حجم کمیږي او ټول د سترګې توپ بهر ته راوځي – د درملنې لپاره یې سترګه کې لینز کاریږي.
– په (Episcleritis) حالت کې بې د بې کچې حساسیت له امله ممکن بهر برخه کې وي، ممکن داخل برخه کې وي د سترګې سپین په وینه ډکیږي، د سترګې ګاټی هم اغیزمن کولای شي.