Security – امنیت

د نورو لخوا له احتمالي زیان څخه په امن یا امان کې پاتې کېدنې، له احتمالي زیان او د نا غوښتل شوي اجباري بدلون سره مقاومت ته امنیت وایي. دا ناغوښتل شوی اجباري بدلون یا ممکن زیان د یو وګړي، ټولنې، توکو، ایکو سیستم او یا کوم بل بنسټ ضد کیدای شي. امنیت له غلیم ځواک څخه ژغورنې ته وایي خو له دې پرته نور تعریفونه هم لري لکه د معیاري ژوند حق لرلو څخه محرومه کېدل، لکه د خوړو امنیت (د خوړو موجودیت او د ترلاسه کولو لپاره یې د هر کس وړتیا)، د ټیلیفون محفوظ لاین، ذهني حالت (اروایي امنیت) او داسې نور… له دې پرته د امنیت اصطلاح هغو کړنو او سیستمونو ته هم کاریږي کوم چې امنیت تامینوي لکه د امنیت کامرې، ساتونکی، امنیتي ځواکونه، له لرې واټن ساتنه، انټرنیټي امنیت ، …
د انګریزۍ ژبې (security) کلیمه د لاتیني ژبې له (securus) کلیمې اخیستل شوې مانا یې ” له تشویش ازادي ” ده.

یو چاپیریال یا زیان اړونکی وي یا هم ګټور وي، امنیت او بې امنیتي یې له همدې ځانګړنو سره تړاو لري، دې چاپیریال ته غبرګون او په خپل غبرګون بقا او ودې ته امنیت وایي.

– د امنیت لپاره که چېرې چاپېریال کې اجباري ناغوښتل شوی ځواک وي د امنیت راوستلو لپاره سمندري بېړۍ، د الوتکو انتقالونکې بېړۍ او هر ډول وسلې کاریږي.
– د امنیت لپاره محافظتي سیستم کاریږي لکه قلپونه، پولې لکه اغزن سیمونه، انټي ویروس، دافع هوا او زغره لرونکي
– د امنیت لپاره د خبرتیا سیستم کاریږي لکه رادار او د خطر زنګ
– د امنیت لپاره دیپلوماتیک او ټولنیز فعالیت کیږي تر څو د شخړو په مخنیوي د بې امنیتي مخه ډب کړي او امنیت وساتل شي.
– د امنیت لپاره پالیسي جوړیږي تر څو د ایکولوجي ساتنه ممکنه کړي، اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي، د پوځ کمونه او یا زیاتونه ممکنه کړي.

د امنیت لپاره ګام اخیستل ممکن د یو یا ټولو لپاره په چاپیریال کې ګټور وي، ممکن د یو پر ضد خو د بل په ګټه وي، ممکن دا ګام اوږد مهاله یا لنډ مهاله اغیز ولري، او یا ممکن هېڅ اغیز ونلري.

لاندې یادې شوې څانګې له امنیت سره سر او کار لري :

۱ – ای ټي
مخابراتي امنیت، د کمپیوټر امنیت، انټرنیټي امنیت، د اپلېکېشن او ډاټا امنیت، ډیجیټلي امنیت، د مالوماتو امنیت، د شبکې امنیت

۲ – فزیکي
د هوایي ډګر امنیت، د شرکت امنیت، د خوړو امنیت، د چاپېریال امنیت، د کور امنیت …

۳ – سیاست
ملي امنیت، عامه امنیت، د هیواد امنیت (د امریکایانو ځانګړې اصطلاح ده)، داخلي امنیت، نړیوال امنیت

۴ – پولي
اقتصادي امنیت، ټولنیز امنیت

Sidebar



Share
Hide Buttons