Seminal vesicles – د منیو کیسې
کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې له درې مختلفو طبقو جوړ شوی وي لاندې هره طبقه وګورئ :
– لنده داخلي طبقه په دې طبقه کې ځانګړې حجرې موجودې دي کومې چې د منیو د کیسې مایع تولیدوي
– منځنۍ طبقه د عضلې له نرم نسج څخه جوړه وي
– بهرنۍ طبقه او له نښلونکي نسج څخه جوړه وي
د منیو د کیسې یوه برخه او (vas deferens) سره یو ځای کیږي ترڅو د منیو د انزال تونل (ejaculatory duct) جوړ کړي. د منیو د انزال پر وخت د نرمې عضلې برخه انقباض کوي یا ځان غونډوي او مني د انزال کانال ته داخلوي. د دې کیسې دنده د مایع تولید او د همدې مایع ذخیره کول دي کوم چې ممکن په منیو تبدیل شي. په دې کیسه کې ۷۰ % مایع د انزال پر وخت د منیو په شکل کې تویږي. په دې کیسه کې تولید شوې مایع داسې چاپېریال رامنځته کوي کوم چې د سپرمو یا منیو د فعالیت او بقا لپاره اړین دی. د منیو په کیسه کې د تولید شوې مایع اجزا لاندې وګورئ :
– فروکټوز یوه بوره ده, د منیو انرژي ده
– الکلین یا القلي مایع دا مایع د نر د یورېترا او د ښځې د واجینا اسیدي طبیعت خنثی کوي
– د (semenogelin) په نامه پروتین کوم چې د منیو چار چارپېره جیل ته ورته د محافظت طبقه جوړوي
– فاسفورس او پوتاسیم د سپرمو له خوځښت سره مرسته کوي
– د (prostaglandins) هورمون د نر سپرمو ته د ښځې د ایمني سیستم غبرګون کمولو کې مرسته کوي
د منیو په کیسه کې حالتونه
د منیو په کیسه باندې ځینې حالتونه اغیز کوي خو کم وخت رامنځته کیږي.
د منیو د کیسې عفوني کیدنه
که د منیو کیسې ته باکتریا داخلې شي نو د منیو کیسې عفوني کولای شي. کله چې یورېترا کانال او یا پروستات مرغړي عفوني شي دا حالت رامنځته کیږي. درملنه یې انتبیوتیک په کورس کیږي. که چېرې اوبه واخلي نو اوبه یې باید تخلیه شي.
Seminal vesicle cysts
د منیو په کیسه کې سیست بهرني علایم نلري او ممکن په نرانو کې مورزادي وي، ممکن د عفوني کېدو له امله وي، ممکن د پرې کېدو له امله وي. درملنه یې کچې سره تړاو لري، ممکن په (laparoscopic) جراحي یې درملنه ترسره شي.
د منیو په کیسه کې تیږې (Seminal vesicle stones)
د منیو په کیسو کې تیږې ډېر کم وخت رامنځته کیږي او د پیدا کېدو لامل یې پړسوب او یا د منیو د کیسو په جوړښت کې بې نظمي وي. که چېرې خالي ادرار د منیو د انزال کانال ته داخلې شي هم د منیو په کیسه کې تیږه پیدا کولای شي. که چېرې تیږې زیاتې وي او یا هم تیږه غټه وي نو د لرې کولو سپارښتنه یې کیږي. د (endoscopic or laparoscopic) جراحیو له لارې یې وېستل امکان لري.
د منیو د کیسې سرطان
ډېر کم وخت د منیو په کیسه کې سرطان پیدا کیږي. په ۲۰۰۰ کال کې یوازې ۴۸ کسانو د منیو په کیسه کې سرطان لره. په اروپا او امریکا کې تراوسه دا نده مالومه شوې چې څه د منیو په کیسه کې د سرطان لامل کیږي. په هغو کسانو کې چې د منیو د کیسې سرطان یې لره د بل غړي سرطان دې کیسې ته خپور شوی وو. په ځانګړې توګه د پروستات سرطان د منیو کیسې ته خپرېدای شي د خپرېدو لامل یې نږدېوالی دی.
که چېرې د منیو په کیسه کې ناروغي یا حالتونه پیدا شي نو احتمالي علایم په لاندې توګه وي :
– په ګېډه او خاصره لګن کې درد
– د منیو د انزال پر وخت نا ارامي یا درد
– د منیو په انزال کې وینه
– په انزال کې د منیو کمه کچه
– د ادرارو پر وخت درد
– په ادرارو کې وینه
پورتني علایم یوازې د منیو د کیسې ستونزه نه په ګوته کوي بلکې د ادرارو د کانال او یا هم د خاصره لګن ستونزې ورته علایم لري.
د روغتیا ساتنې لپاره سپارښتنې
په سپرمو کې ۷۰ % مایع د همدې کیسې وي او له همدې امله یې روغتیا ساتنه اړینه ده.
د محفوظې جنسي اړیکې سپارښتنه کیږي. کونډوم یوازې د اومیندوارۍ مخه نه نیسي بلکې یو بل ته د جنسي اړیکو ناروغیو د انتقال مخه هم نیسي. دا ډول ناروغۍ د نر د انزال په کانال کې او د ښځې په واجینا کې ټپ او پرې کېدنه، عفوني کېدنه او پړسوب رامنځته کولای شي.
د نورمال وزن ساتلو سپارښتنه کیږي، که چېرې وزن زیات وي د منیو خوځښت باندې اغیز کوي.
د سالمو روغتیا لرونکو خوړو سپارښتنه کیږي، دنورو خوړو تر څنګ په غرمنۍ او ماښامنۍ کې میوه او سبزي زیاته وکاروئ. له زیاتې بورې او خوږو خوړلو ډډه وکړئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!