Seychelles – سیشېل

رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس واقع دي. ختیځ لور ته یې مالدیف او چاګوس د ټاپوګانو ټولګه ده. نفوس یې د افریقا تر ټولو هیوادونو کم دی او ۹۴۳۶۷ وګړي ژوند پکې کوي.
 
په ۱۶ پېړۍ کې اروپایانو له سیمې ټول خلک په زوره ویستلي وو. په خاوره باندې د فرانسې او انګلستان د ګټو سیالۍ دوام لره خو په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان بشپړ کنټرول پرې ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کې یې له انګلستان څخه ازادي واخیسته او له کرنیز هیواد څخه د بازار پر بنسټ جوړ متنوع اقتصاد لرونکي هیواد باندې بدل شو. د اقتصاد ځانګړنه یې د خدماتو سکتور، عامه سکتور او سیاحت دی. له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه یې حکومت نړیوال وهڅول چې په هیواد کې پانګونه وکړي. په ټوله افریقا کې د دې هیواد خلک زیات عمر کوونکي. تر ټولو هیوادونو یې اقتصاد پیاوړی دی. سره له دې چې پیاوړی اقتصاد لري عام خلک یې غربت وهلي. د شتمنۍ وېش کې یې عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.
 
له انګلستان او فرانسې او سیمه ایزو اندونو څخه ګډ جوړ شوی کلتور لري. په وروستیو کې یې د کلتور په جوړونه کې چینایانو او هندیانو هم ګډون کړی. سیشېل د ملګرو ملتونو، د افریقا د اتحادیې، د سوېلې افریقا د پرمختیایي ټولنې، د ملتونو د ګډو ګټو غړیتوب لري.
 
ځینې پوهان ګمان لري چې تر ټولو لمړي خلک عرب سوداګر، د اندونیزیا اوسترونیزیایي خلک او د مالدیف خلک له خلکو خالي سیشېل ته کډوال شوي وو. په ۱۵۰۳ کې د مارچ په ۱۵ اروپایان یوې سیمې ته ولاړل او هلته یې قبرونه وموندل او د همدې پر بنسټ یې ادعا کړې چې سیمه کې عرب، د مالدیف خلک او اوسترونیزیایان موجود وو. د انسانانو دا هدیره تر ۱۹۱۰ پورې موجوده خو وروسته له منځه یوړل شوه. سیشېل کې وروسته سمندري غلو پناه واخیسته او د اسیا او افریقا ترمنځ سفرو کوونکي سوداګر یې لوټل. په ۱۷۵۶ کې فرانسې په دې هیواد کنټرول ترلاسه کړ او سمندري غله یې له سیمې پاک کړل. د هیواد نوم د فرانسې د شپاړسم لویي پاچا د مالیې د وزیر (Jean Moreau de Séchelles) له نوم څخه اخیستل شوی.
 
د۱۷۹۴ کال د مې میاشت په ۱۶ نېټه انګرېزان سیشېل ته ورسېدل کله چې د فرانسې (Jean Baptiste Quéau de Quincy) کیشتۍ او وسلې ولیدې نو په سبا یې انګرېزانو ته پرته له جګړې سیشېل وسپاره او په دې چارې یې د فرانسویانو او انګراېزنو ترمنځ جګړیز او سیاسي فکر خنثی کړ.
 
په ۱۹۷۶ کال کې یې چې کله ازادي تر لاسه کړه له همدې وخته تر اوسه د فلمونو د ستورو لپاره د تفریح سیمه ده. همداسې په نړیواله کچه د میلونرانو لخوا په سیمه کې لوی مجلسونه جوړیږي. په ۱۹۷۷ کې د فرانسې البرټ رونې د سیشېل پر لمړي ولسمشر جېمز مانچام کودتا وکړه او له واک څخه یې لرې کړ. رونې هیواد کې سیاحت بند کړ او غوښتل یې سیشېل یوازې د سیشېلوا خلکو لپاره ځانګړی کړي.
 
په ۱۹۷۹ کې سیشېل د اساسي قانون لرونکی د یوه سیاسي تنظیم لرونکی سوسیالست هیواد شو کوم چې ۱۹۹۱ پورې ادامه وکړه. په ۱۹۸۰ لسیزه د رونې ضد څو کودتاګانې وشوې د یو څو کودتاګانو ملاتړ سوېل افریقا کړی وو. په ۱۹۸۱ کې مایک هور چې جرمن وو کودتا وکړه خو له خپلو ۴۰ راغلو کسانو سره له ډزو وروسته د هند په یوې تښتول شوې الوتکه کې بېرته وتښتېده او بلاخره په سوېلې افریقا کې له محکمه کېدو وروسته بېرته ازاد شو. په ۱۹۸۶ کې د رونې د دفاع وزیر اوګیلوي بېرلویس په رونې کودتا وکړه د کودتا کوونکو د نسکورولو لپاره رونې له هند څخه مرسته وغوښته، د هند پوځ د (Operation Flowers are Blooming) په نامه عملیات پیل کړل او سیمې ته د (INS Vindhyagiri) په نوم پوځي بېړۍ ورسېده، له رسېدو سره سم یې د کودتا مخنیوی وکړ.
 
په ۱۹۹۲ کې سیشېل اساسي قانون ته رایه ورکړه خو ۶۰% یې د رایې اکثریت پوره نکړ، په ۱۹۹۳ کې یې اصلاح شوې بڼه تایید شوه.
 
د سیشېل ولسمشر د رایو له لارې د پنځه کالو مودې لپاره ټاکل کیږي. له ټاکنو وروسته یې کابینه بدلیږي او نوی ولسمشر خپله کابینه جوړوي. وزیران یې باید د پارلمان اکثریت رایه ترلاسه کړي. پارلمان لري او په پارلمان کې یې ټول ۳۵ غړي وي له دې ۲۵ غړي د خلکو لخوا په رایه ورکوونه ټاکل کیږي. د پارلمان نور نهه کسان هر تنظیم ته د رایې ورکوونې د نسبت پر بنسټ ګمارل کیږي. د پارلمان ټول غړي پنځه کلنه موده پوره کوي.
Flag of Seychelles
Flag of the Seychelles
Coat of arms of Seychelles
Coat of Arms of the Republic of Seychelles

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons