Ship – سمندري بېړۍ

سمندري بېړۍ د اوبو په سر سفر کوونکې لویه تنه ده، د نړۍ په سمندرو او نورو هغو اوبو کې سفر کوي چې په کافي اندازه ژورې وي. دنده یې په خپل ځان کې د توکو انتقال، د مسافرو انتقال او یا هم ځانګړی ماموریت ترسره کوي لکه کب نیونه، ساینسي څېړنې او یا هم پوځي ماموریت. سمندري بېړۍ له کیشتیو سره په وزن، شکل، کچې او د بار وړنې په ظرفیت کې توپیر لري.
له پخوا تراوسه بېړۍ د سیمو موندنو، سوداګرۍ، جګړې، کډوالۍ، د سیمو مستعمرو کولو او ساینس لپاره کارېدلې. د نړۍ د ټرانسپورټ لویه برخه په بېړیو ترسره کیږي. په ۲۰۱۶ کې تر ۴۹۰۰۰ زیاتې د سوداګریزو توکو انتقالونکې بېړۍ موجودې وې. په دې کې ۲۸% د تیلو انتقالونکې، ۴۳% د سوداګریزو توکو انتقالونکې، ۱۳% د کانټینرونو انتقالونکې بېړۍ وې.

معمولا بېړۍ له کیشتۍ څخه لویه وي خو د دواړو تر منځ په نړیواله کچه منلی توپیر نشته. بېړۍ کولای شي د سمندر په منځ کې د کیشتۍ په پرتله زیات وخت په اوبو کې پاتې شي. هند سمندري بېړۍ هغې لویه تنې ته وایي چې خپل ځان کې توکي انتقالولای شي. بل تعریف یې دادې چې یوه بېړۍ کولای شي کیشتۍ په ځان کې انتقال کړي خو هېڅ کیشتۍ په ځان کې بېړۍ نشي انتقالولای. په شمالي امریکا کې د بېړۍ جنسیت مونث دی او د بېړۍ لپاره (she) کاروي خو په جورنالیزم کې بیا ورته (it) کاریږي.

لمړۍ بېړۍ د اوسترونیزیا خلکو جوړې کړې چې اوسمهال تایوان دی، له زیږیدیز کال څخه د ۳۰۰۰ او ۱۵۰۰ کاله وړاندې ترمنځ یې د خپلو بېړیو په مرسته د نړۍ زیاتو سیمو ته کډوالي پیل کړه او د سویل ختیځې اسیا ډېرو ټاپوګانو ته خپاره شو او له دې ځایه یې د ماداګاسکار، میکرونیزیا، مېلانیزیا او پولینیزیا لور ته سفر پیل کړ.

له زیږیدیز کال څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې مصریانو هم له لرګي د کیشتۍ جوړولو چل زده کړی وو. د لرګیو د تړلو لپاره یې اوبدل شوې رسۍ کارولې او یا به یې له وښو او ډنډرو پړي جوړول. خپلې کیشتۍ او بېړۍ یې ډېرې په سیندونو کې کارولې خو ځینو بېړیو یې په سره سمندر کې هم سفر کړی او د سفر په اړه یې د وخت مستند اسناد موندل شوي.

د ۱۴ او ۱۸ پېړۍ تر منځ اسیا او اروپا د بېړیو په تخنیک کار پیل کړ. جاپان په ۱۲۸۱ کې له مغولو سره په جګړه کې د سمندري ځواک تخنیکونه کارولي. مغولیانو هم د سمندري ځواک جوړولو لپاره له اروپاي او اسیایي تخنیکونو کار اخیسته. په ۱۵ پېړۍ کې د چین مینګ کورنۍ هم د سمندري ځواک تر ټولو ځواکمنې بېړۍ لرلې. په ۱۵ پېړۍ کې جاپان لمړۍ د وسپنې بېړۍ جوړه کړه په جاپاني کې یې نوم (鉄甲船) دی د نوم تلفظ یې (Tekkōsen) او د نوم لغوي مانا یې د وسپنې بېړۍ ده. په ۱۵ پېړۍ کې کوریا د نړۍ لمړۍ زغره لرونکې بېړۍ جوړه کړه.

په اروپا کې تر رنسانس دورې پورې د بېړیو ټکنالوجي ډېره بنسټیزه وه. خو د ټکنالوجۍ نشتوالی ونه توانیده چې ځینې اروپایي تمدنونه له سمندري ځواک کېدو پاتې کړي. په اروپا کې په ۱۴ پېړۍ کې د (carrack) په نامه او په ۱۵ پېړۍ کې د پرتګال خلکو د (caravel) په نامه بېړۍ جوړې کړې د پرتګال د کیشتیو طرحه د عربي بېړیو له قریب بېړیو اخیستل شوې وه. له پرتګال او هسپانیا وروسته فرانسې، انګلستان او نیدرلنډ هم د سمندر له لارې د سیمو موندلو او لټولو ته مخه کړه.

په ۲۱ پېړۍ کې سمندري بېړۍ د الوتکو د هوایي ډګر په توګه، د دفاع لپاره، د تیلو د ټانکرونو، د کانټینرونو او سودګریزو توګه د انتقال لپاره، د سمندري ګزمې لپاره، د مسافرو د انتقال لپاره، د ساینسي څېړنو او کب نیونې لپاره کاریږي.

No photo description available.
1: Funnel; 2: Stern; 3: Propeller and Rudder; 4: Portside (the right side is known as starboard); 5: Anchor; 6: Bulbous bow; 7: Bow; 8: Deck; 9: Superstructure
Sidebar



Share
Hide Buttons