Skeleton – اسکلیټ
د انسان په اسکلیټ کې ټول هډوکي، کرپندوکي (cartilage)، عضلاتي وترونه (ligaments) او د ټېنډون (tendons) په نامه فایبرونه شامل دي. اسکلیټ د انسان د بدن ۲۰ % وزن جوړوي. د بلوغ ته رسیدلي کس په اسکلیټ کې ۲۰۶ هډوکي موجود وي. د کوچنیانو په اسکلیټ کې تر بلوغ ته رسېدلو زیات هډوکي موجود وي لامل یې د سرکوپړۍ کې ځینې هډوکي دي کوم چې له ودې وروسته په یو بل کې فیوز کیږي. همداسې د نر او ښځې په اسکلیټ کې هم ځینې توپیرونه موجود دي. د نر اسکلیټ اوږد وي خو د ښځې اسکلیټ بیا د خاصره لګن پراخ هډوکی لري تر څو اومیندواري او زېږون ممکن کړي.
د پورته یادو شوو توپیرونو په پام کې له نیولو پرته اسکلیټ په دوه (axial skeleton and the appendicular skeleton) برخو وېشل کیږي.
Axial skeleton anatomy
د بلوغ ته رسېدلي کس د اسکلیټ په دې برخه کې ۸۰ هډوکي شامل وي. له هغو هډوکو جوړه شوې برخه ده کوم چې د بدن عمودي محور جوړوي لکه د سر، څټ، سینې او شمزي هډوکي.
د سر د کوپړۍ هډوکي (Skull bones)
د بلوغ ته رسېدلي کس د سر کوپړۍ کې ۲۲ هډوکي شامل وي او په لاندې توګه ډلبندي شوي:
د کوپړۍ یا جمجمې هډوکي (Cranial bones)
اته هډوکي د انسان د سر کوپړۍ جوړوي، دا هډوکي د مغز ساتنه کوي.
د مخ هډوکي (Facial bones)
په مخ کې ۱۴ هډوکي موجود دي. د کوپړۍ په مخې خوا کې موجود دي او د انسان مخ جوړوي.
Auditory ossicles
شپږ هډوکي دي او د غوږ په داخلي کانال کې موجود وي، په هر غوږ کې درې وي نومونه یې
malleus (hammer)
incus (anvil)
stapes (stirrup)
دي. د غوږ داخلي کانال ته د غږیزو څپو د لېږلو لپاره خپله کې ګډ کار کوي.
Hyoid
د U شکل لرونکی هډوکی چې د زنې په بیخ کې موجود دی. د څټ او غاړې عضلاتي وترونه او عضلات پرې وصل دي.
شمزی (Vertebral column)
شمزی له ۲۶ هډوکو جوړ دی، لمړي ۲۴ هډوکي یې مهرې دي او پای کې یې ساکروم او کوکسیکس یا دلکۍ هډوکي موجود دي.
څلورویشت مهرې په لاندې توګه وېشل شوي :
د څټ مهرې (Cervical vertebrae) ټول اووه هډوکي دي په سر او څټ کې موجود دي
د سینې د قفس مهرې (Thoracic vertebrae) ټول دولس هډوکي دي او د ملا په پورته برخه کې موجود دي
د ملا مهرې (Lumbar vertebrae) پنځه هډوکي دي او د ملا په لاندې برخه کې وي
ساکروم او کوکسیکس دواړه له څو فیوز شوو مهرو جوړ شوي کله چې انسان ناست وي دواړه ساکروم او کوکسیکس د بدن د وزن زغملو کې مرسته کوي. له دې پرته د ځینې عضلاتي وترونو لپاره د وصل ټکی ګڼل کیږي.
د سینې قفس (Thoracic cage)
د سینې قفس د سینې له هډوکو (sternum) چې په انګرېزۍ کې ورته (breastbone) هم وایي جوړ شوی او همداسې ۱۲ جوړه پوښتۍ پکې شاملې دي. دا هډوکي د انساني بدن (torso) د پاسه برخې غړو ته د ساتنې قفس جوړوي په دې غړو کې زړه او سږي هم شامل دي. ځینې پوښتۍ د سینې په هډوکي (sternum) کې په مستقیمه توګه وصل دي خو ځینې د سینې په هډوکي کې د کرپندوکي (cartilage) په ذریعه وصل شوي، ځینې پوښتۍ د وصل ټکی نلري او لامبو وهونکې پوښتۍ (floating ribs) ګڼل کیږي.
Appendicular skeleton anatomy
د اسکلیټ په دې برخه کې ټول ۱۲۶ د لاس او پښو او له (axial skeleton) برخې سره د لاس او پښو نښلونکي هډوکي شامل دي.
Pectoral girdle
په دې برخه کې لاسونه له (axial skeleton) برخې سره وصل دي. دوه ډوله هډوکي پکې شامل دي چې د وږو (clavicle) هدوکی او د ولیو (scapula) هډوکي دي. په دواړو خواو کې ټول څلور هډوکي دي.
د بدن پاسني غړي (Upper limbs)
په هر لاس کې ۳۰ هډوکي موجود دي نومونه یې لاندې وګورئ :
د مټې اوږد هډوکی (Humerus) د لاس په مټه کې اوږد هډوکی دی
د لېچو (Radius) هډوکی په لېچو کې له دوو یو هډوکی دی د ګټې ګوتې لور ته وي
د لېچو اولنا (Ulna) هډوکی د لېچو له دوه هډوکو یو دی د کچې ګوتې لور ته وي
د مړوند (Carpals) هډوکي د ۸ هډوکو ګروپ دی او په مړوند کې وي
د لاس د پنجې (Metacarpals) هډوکي پنځه هډوکي دي او د لاس د پنجې په منځنۍ برخه کې وي
د ګوتو (Phalanges) هډوکي ټول ۱۴ هډوکي دي او ګوتو کې موجود وي
Pelvic girdle
د ورون مفصل (hip) هم ورته وایي، په دې مفصل کې پښې له (axial skeleton) سره وصل دي د ورنونو د مفصلونو له دوه هډوکو جوړ دي په هره پښه کې یو هډوکی وي. د ورون د مفصل هر هډوکی درې برخې لري د هرې برخې نوم یې لاندې وګورئ :
Ilium
د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده
Ischium
د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي
Pubis
د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي
د بدن لاندیني غړي (Lower limbs)
هره پښه له ۳۰ هډوکو جوړه وي د هر هډوکي نوم لاندې وګورئ :
Femur
د پښې په پاسنۍ برخه کې د ورانه غټ هډوکی دی
Tibia
په پونډۍ (shin) کې غټ هډوکی دی
Fibula
په پونډۍ کې دوېم هډوکی دی
Patella
د زنګون د سترګې هډوکی دی په انګرېزۍ کې ورته (kneecap) نوم هم اخلي
Tarsals
اووه هډوکي دي او د پښې ښنګری (ankle) جوړوي
Metatarsal
پنځه هډوکي دي او د پښې تله جوړوي
Phalanges
ټول ۱۴ هډوکي دي او د پښې ګوتې (toes) جوړوي
د اسکلیټي سیستم دنده
– د وینې حجرې تولیدوي – په هډوکو کې د هډوکو مغز (bone marrow) د وینې سرې او سپینې حجرې او د وینې پلاکټونه (platelets) تولیدوي
– منرالونه او خواړه ذخیره کوي – د کلسیم او فاسفورس په شمول هډوکي منرالونه ذخیره کولای او بېرته پرېښودلای شي کوم چې د بدن د زیاتو فعالیتونو لپاره اړین دي، له دې پرته د هډوکو د مغز (bone marrow) په ځینو برخو کې غوړ (adipose) موجود وي کوم چې د انرژي په توګه کاریږي
– په خوځښت کې مرسته کوي – عضلې د ټېنډون فایبر په ذریعه له هډوکو سره وصل کیږي او همدا اړیکه خوځښت ممکن کوي
– دنده یې د تنې ملاتړ دی لکه شمزی چې د سر او د بدن ملاتړ کوي، پښې د تنې د وزن زغمي
– په داخلې کې د بدن غړي له ټپي کېدو ژغوري لکه د سر کوپړۍ د مغز او د سینې قفس د سږو او زړه ساتنه کوي
کومې ناروغۍ او حالتونه په اسکلیټي سیستم اغیز کوي ؟
سرطان (cancer)
سرطان کولای شي د هډوکو د نسجونو په حجرو کې وده وکړي. هغه سرطان چې د هډوکي په اساسي نسجونو کې وده کوي ډیر کم وخت رامنځته کیږي. په هډوکو کې عام سرطان د وینې د حجرو وي کومې حجرې چې هډوکي تولیدوي لکه د (myeloma or lymphoma) سرطان
د شمزي منحني کېدنه یا انحنا (Spinal curvatures)
کله چې شمزی په عادي توګه نه منحني کیږي. نورمال شمزی مخکې او وروسته لور ته منحني کېدای شي. دا حالت درې ډولونه لري لاندې درېواړه وګورئ :
Kyphosis
په دې حالت کې د ملا پاسه برخه کې ګرده غوټه وي
Lordosis
په دې حالت کې د ملا لاندې برخه داخل لور ته منحني کیږي
Scoliosis
په دې حالت کې شمزی د S یا C شکل اخلي
ارترایټېس یا د مفصلونو پړسېدنه (Arthritis)
د مفصلونو پړسېدنه ده او د درد لامل کیږي، درد یې د بدن خوځښت کې ستونزې رامنځته کوي، لاملونه یې زیات دي خو بیلګې یې په مفصلونو کې د کرپندوکي (cartilage) ماتېدنه، د مفصلونو عفوني کېدنه او (autoimmune conditions) دي.
د هډوکو میټابولیکې ناروغۍ (Metabolic bone diseases)
د حالتونو یوه ټولګه ده، د هډوکو په ځواکمنتوب، تواناي او وزن اغیز کوي. د مختلفو لاملونو له امله دا حالتونو رامنځته کیږي لکه د ویټامین ډي بې کچې کمی او یا هم د ځینو درملو له امله لکه سټیرویډ او کیموتېراپي
د هډوکي ماتیدنه (Fractures)
په انګریزۍ کې ورته (broken bone) هم وایي. د لوېدو یا نورو پېښو له امله هډوکي ماتېدلای شي. ماتېدنه یې د موقیعت او طبیعت له مخې کټګوري کیږي.
څرنګه د خپل اسکلیټي سیستم روغتیا وساتو؟
– په کلسیم غني خواړه وخورئ، هغه سبزیانې وخورئ چې پاڼې لري لکه بروکولي، د سویابین لوبیا له اوړو جوړ شوي خواړه او سولومون کب زیات استعمال کړئ.
– په کافي کچه ویټامین وخورئ، ډیری خلک د ویټامین ډي تر لاسه کولو لپاره د لمر پیتاوي ته وخت تېروي خو له لمرڅخه بدن په کافي اندازه ویټامین ډي نشي ترلاسه کولای او اضافي ویټامین لکه امپول او یا ګولی خوړل اړین دي
– ورزش لکه قدم وهل، په ځینو کې ختل او منډې وهل د اسکلیټ روغتیا ساتي
– اسکلیټ مو له ټپي کېدو وژغورئ
Comments
So empty here ... leave a comment!