Smooth newt – هوار تریتون

اروپایي تریتون، د شمالي تریتون او عام تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton vulgaris) دی. په اروپا کې او د اسیا په ځینو سیمو کې پیدا کیږي. وروسته استرالیا ته هم انسانانو انتقال کړي. د بدن پاسه برخه یې نسواري ته ورته رنګ لري او په خپل رنګ کې د بل رنګ خالونه لري، د ګېډې رنګ یې له سپین تر نارنجي پورې امکان لري. اوږدوالی یې له ۸ تر ۱۱ سانتي متره پورې رسېدلی شي. نر یې تر ښځې اوږد وي. کله چې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوي پوستکی یې هوار او وچ وي خو کله چې اوبو ته د مثل د تولید لپاره کډوال شي پوستکی یې نرمیږي. نر یې د مثل د تولید پرمهال روښانه رنګ پیدا کوي او ملا کې یې تاج وده کوي. په ۱۷۵۸ کال کې کارل لینیاس کربوړی ګڼلی وو.

هوار تریتون تر ډېره خپل ژوند په وچه کې تېروي. د شپې لخوا فعالیت کوي او د ورځې لخوا پټ وي. هر ډول چاپېریال سره بلدتیا پیدا کولای شي : له طبیعي چاپېریال نیولې تر نیمه طبیعي چاپېریال پورې، پارکونو، ځنګلونو او باغونو کې په ډېره اسانۍ ژوند ته ادامه ورکولای شي. خواړه یې حشرې او د ځمکې چونجیان او نور بې شمزي دي خو خپله د مارانو، مرغانو او کبانو خواړه دي. د پسرلي او اوړي تر منځ په ډنډونو او ډنډونو ته ورته د اوبو تنو کې د مثل تولید کوي. خپلې هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو اچوي. هګۍ یې له لس تر شلو ورځو پورې موده کې په لاروای بچیانو بدلیږي. مخکې تر دې چې په وچه کې د ځوانۍ د پړاو لپاره بدلون ومومي د لاروای په توګه تر درې میاشتو پورې وده کوي. بلوغ ته په درې کلنۍ کې رسیږي او تر ۱۴ کالو پورې ژوند کولای شي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons