Sodium cyanide – سوډیم سیانیډ

یو غیرې عضوي ترکیب ده، فورمول یې (NaCN) ده. سپین جامد په اوبو کې د حل کېدو وړ توکي دي. سیانیډ له وسپنو سره ډېر نږدېوالی یا تړاو لري کوم چې د بې کچې زهري کېدو لامل کیږي. عمده کارونه یې د سرو زرو په استخراج کې کیږي. که چېرې له اسیدو سره یو ځای شي نو د هایډروجن سیانیډ زهري ګاز جوړوي. د زهري ګاز جوړېدو فورمول لاندې وګورئ
NaCN + H2SO4 → HCN + NaHSO4
 
د هایډروجن سیانیډ له سوډیم هایډروکسایډ سره په یو ځای کېدو سوډیم سیانیډ جوړیږي فورمول یې په لاندې ډول ده.
HCN + NaOH → NaCN + H2O
په ۲۰۰۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۰۰۰۰۰ ټنه تولید شوی وو. مخکې په لوړه تودوخه کې د سوډیم امیډ له کاربن سره د ترکیب له لارې ترلاسه کېده فورمول یې لاندې وګورئ
NaNH2 + C → NaCN + H2
د سوډیم سیانیډ جوړښت د سوډیم کلورایډ له جوړښت سره تړاو لري. مالګه یې له کمزرو اسیدو ترلاسه کیږي او له همدې امله له اوبو سره په ترکیب (hydrolysis) کې په ډېره اسانۍ پر هایډروجن سیانیډ بدلیږي. که چېرې مالګه یې نمجنه شي کمه اندازه هایډروجن سیانیډ پکې وي او تریخ لکه د بادام په څېر بوي لري چې هر کس یې د بوي کولو وړتیا نلري که کوم کس جنیتکي ستونزه لري نو زهري اغیز پرې کولای شي. سوډیم سیانیډ په چټکۍ سره له قوي اسیدو سره تعامل کوي او په پایله کې هایډروجن سیانیډ پرېږدي. په هایډروجن پېروکسایډ (H2O2) یې زهري ځانګړنه په اغیزمنه توګه له منځه ځي او پایله کې سوډیم سیانېټ او اوبه تولیدوي فورمول یې لاندې وګورئ.
NaCN + H2O2 → NaOCN + H2O
 
کارونه
د استخراج په صنعت کې د سرو زرو او نورو قیمتي وسپنو د استخراج لپاره کاریږي. سره زر دې ته چمتو کوي چې د هوا (اوبو او اکسیجن) په شتون کې له اکسیجن سره ترکیب وکړي او پایله کې سوډیم هایډروکسایډ او د سرو زرو سوډیم سیانیډ تولید کړي. فورمول یې په لاندې توګه ده.
4 Au + 8 NaCN + O2 + 2 H2O → 4 Na[Au(CN)2] + 4 NaOH
 
ځینې سوداګریز ارزښت لرونکي کیمیاوي ترکیبونه له سیانیډ څخه ترلاسه کیږي لکه سیانوریک کلورایډ، سیانوجېن کلورایډ او نیټریلونه. ځینې خلک یې د غیرې قانوي کب نیونې لپاره هم کاروي دې ډول کب نیونې ته (cyanide fishing) وایي. په ۱۹۸۶ کې (Stella Nickell) خپل مېړه (Bruce Nickell) پرې وواژه، همداسې په ۱۹۹۱ کې (Joseph Meling) خپله ښځه پرې ووژله.
Sodium cyanide
Image by Epop

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons