Sopwith Salamander
د بریتانیا د لمړۍ نړیوالې جګړې برید کوونکې الوتکې دي، طرحه کوونکی او جوړونکی شرکت یې (Sopwith) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۱۸ کې د اپرېل په ۲۷ نېټه کړې، د تیلو د ټانکۍ او پیلوټ برخه یې زغره وه، په کال ۱۹۱۸ کې دوه یادې الوتکې فرانسې ته هم لېږدول شوې وې. اساسي کارونکي یې (Royal Air Force) وو، د ۱۹۱۸–۱۹۱۹ کلونو تر منځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۴۹۷ وو، د یوې الوتکې د تنې قیمت ۱۱۳۸ او د ماشین قیمت ۸۰۰ پونډه وو.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۵.۹۵ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۵۲ متره
لوړوالی : ۲.۸۵ متره
بې وسایلو وزن : ۸۳۸ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۱۴۲ کیلو ګرامه
تېل : ۱۱۰ لیتره
پاور پلنټ Bentley BR2 rotary engine, 230 hp (172 kw)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۰۱ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : یونیم ساعت
د پورته ختنې نرخ: په پنځه دقیقو کې ۶۵۰۰ فټه
وسله : دوه ویکرز ماشیندارې او څلور واړه د ۱۰ کیلو ګرامه یا ۲۵ پونډه بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!