Southern banded newt – د سوېل کرښې یا کړۍ لرونکی تریتون

د ارمنستان په لوري ولایت کې، عراق، اردن، اسرایل، لبنان او سوریه کې پیدا کیږي. د ډول علمي نوم یې (Ommatotriton vittatus) دی. دوه فرعي ډولونه لري یو یې (O. v. vittatus) په ترکیه، اسرایل او سوریه کې پیدا کیږي او بل یې (O. v. ciliensis) یوازې په ترکیه کې دی. ښځه یې له نر کمه اندازه وړه وي. د ګرمو سیمو د ځنګلونو او څرځیانو د اوبو په مختلف ډوله تنو کې ژوند کوي. په داسې اوبو کې ژوند خوښوي چې تېزابیت یې له ۷.۵ تر ۸ پورې او تودوخه یې له ۸.۷ تر ۱۴ درجو پورې وي.

د پسرلي له پیل څخه د اوړي پیل پورې د مثل تولید کوي. د مثل د تولید پرمهال کمو ژورو ورو بهېدونکو اوبو ته ځي. که چېرې اوبو کې واښه او بوټي نه وي نو بیا اوبو کې تیږې یا لرګي لټوي تر څو خپلې هګۍ پکې واچوي. په دې مودې کې یې نر د ښځې د جذب کولو لپاره په ملا کې تاج ته وده ورکوي او روښانه رنګ پیدا کوي. نر یې د مثل د تولید لپاره سیمه ټاکي او خپلې ټاکلې سیمه کې په بل نر برید کوي. ښځه یې د مختلفو نرانو سپرم په خپل مقعد کې مني. د هګیو القاح یې داخل کې ترسره کیږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل اوماتو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons