Southern birch mouse – د سوېل د بیرک ونې مږه

د ډول علمي نوم یې (Sicista subtilis) ده. په ډیپوډیډای کورنۍ (family Dipodidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په بالکان، رومانیا، یوکراین او د روسې په سوېل کې پیدا کیږي. په هنګري کې یو فرعي ډول هم لري. نسل یې ډېر کم شوی او له همدې امله یې د نسل د ژغورنې لپاره قانون جوړ شوی. د ملا منځ کې د تور رنګ کرښه یا پراډه لري. په دواړو څنګونو کې هم دوه نرۍ کرښې یا پراډې لري. د بدن رنګ یې خړ نسواري ده. په ژمي کې د ژمي په خوب ویده کیږي. خواړه یې حشرې او شنه دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ ډیپوډیډای
فرعي کورنۍ سیسیتینای
نسل سیسیتا
Sicista subtilis trizona
Sicista subtilis trizona. Photo by cserkesz
Share
Hide Buttons