Southern flying squirrel – د سوېل الوت کوونکی نولی یا ډانګلکی

بل نوم یې (assapan) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Glaucomys volans) ده. په ګلوکومیس نسل کې شامل ده. په شمالي امریکا کې پیدا کیږي. د تنې پاسه برخه یې خړ نسواري او د تنې لاندې برخه یې کریمي رنګ کې وي. غټې سترګې او پراخې شوې لکۍ لري. له ګېډې وروستیو او مخکینیو پښو سره نښتې پرده لري کومې ته چې (patagium) نوم اخلي او په الوت کې مرسته ورسره کوي. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۲۱ تر ۲۶ سانتي متره پورې او یوازې لکۍ یې له ۸ تر ۱۲ سانتي متره پورې رسیږي.
 
د شپې لخوا ژوند کوونکي دي، خواړه یې میوې مغزي دي. د ژمي لپاره خواړه سپموي. له دې پرته په مردارو شوو ژو، حشرو، غوټیو، مرخېړیو او د مرغانو په هګیو ځان تغذیه کوي. ماران، ګوربتې، هوک مرغان، راکون او کورنۍ پیشوګانې یې ښکار کوي. په کال کې تر دوه ځلو پورې بچیان زېږوي او هر ځل کې تر ۷ پورې بچیان وي. د اومېندوارۍ موده یې تر ۴۰ ورځو پورې وي. د تازه پیدا شوو بچیانو غوږونه یې تر دوه ورځو پورې خلاصیږي، په بدن یې وېښته تر ۷ ورځو پورې شنه کیږي او سترګې یې تر ۲۴ یا ۳۰ ورځو پورې خلاصیږي. مور او پلار یې بچیان له ۶۵ ورځو وروسته له ځانه جلا کوي او تر ۱۲۰ ورځو پورې بشپړ ازاد ژوند پیل کوي.
 
که چېرې له خپلې ځالې تر یو کیلو متر لرې یوړل شي خپله ځاله بېرته پیدا کولای شي. سیمه ټاکونکي دي او دواړه نر او ښځه یې له سیمې دفاع کوي. نر یې د ښځې په پرتله پراخه سیمه ټاکي. که چېرې له انسان سره اړیکه کې شي د (epidemic typhus) په ناروغۍ یې اخته کولای شي. کوم ټایفوس چې له دې نولیانو خپریږي د (sylvatic typhus) په نامه یادیږي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم ټېرومایني
نسل ګلوکومیس
د سوېل الوت کوونکي نولي فرعي ډولونه
  • Glaucomys volans volans
  • Glaucomys volans chontali
  • Glaucomys volans goldmani
  • Glaucomys volans guerreroensis
  • Glaucomys volans herreranus
  • Glaucomys volans madrensis
  • Glaucomys volans oaxacensis
  • Glaucomys volans querceti
  • Glaucomys volans saturatus
  • Glaucomys volans texensis
  • Glaucomys volans underwoodi
Southern Flying Squirrel-27527-1
Southern flying squirrel (Glaucomys volans). Photo by Ken Thomas

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons