Southern mountain cavy – د سوېل غریز هندی خوګ

د ډول علمي نوم یې (Microcavia australis) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د سوېلې امریکا شخوند وهونکی بې لکۍ ژوی دی. خړ رنګه زېړ رنګ لري. بدن یې تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې له ۲۰۰ تر ۳۲۶ ګرامه پورې رسیږي. غټې سترګې لري او له سترګو یې سپینه کړۍ تا شوې وي. خواړه یې پاڼې او میوې دي. تر ۴ متره لوړو ونو ته د پاڼو خوړلو لپاره هم ختلای شي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کاوي ایډای
فرعي کورنۍ کاوي اینای
نسل مایکرو کاویا
Microcavia Australis
Microcavia australis. Photo by Melisa Nemecek

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons