Spanish Fighting Bull – د هسپانیا شخړه کوونکی سخندر
د ایبریا نسل دی. نسل یې په داسې طریقه ساتل کیږي په کومه کې چې د ورځې لخوا ازاد ګرځي. په فرانسې، هسپانیا، پرتګال او د لاتیني امریکا په هغو هیوادونو کې روزل کیږي چېرې چې د غوییزو د شخړې لوبه کیږي. نسل یې د برید کوونکي چلند له مخې، د انرژي او مقاومت له مخې اخیستل شوی. انسان باید له یادو غوییزو سره هېڅکله پیاده مخ نشي کنه نو تر وژلو پورې یې په ښکر وهي.
په (Toro Bravo, toro de lidia, toro lidiado, ganado bravo, Touro de Lide) نومونو هم یادیږي.
د نسل ځانګړنې
د نسل ځانګړنه یې برید کوونکی چلند دی په ځانګړې توګه داسې بند ځای کې چې تېښته نشي کولای او یا له پادې سره نه وي او یوازې وي. د ډېرو رنګ یې تور او تېز نسواري رنګ کې وي خو په نورو رنګونو کې هم شته. د نورو غوییزو په پرتله بلوغ ته ژر نه رسیږي. په غاړې او وږو کې یې د عضلو ترکیب ډېر ځواکمن دی او په همدې جوړښت یې له نورو غوییزو سره توپیر هم کیږي. دواړه غوا او غویی یې ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وي.
د شخړې لپاره د غوییزو مختلف فرعي ډولونه موجود وو خو اوسمهال یوازې د (Vistahermosa, Vázquez, Gallardo and Cabrera) ډولونو غړي پاتې دي. اوسمهال یې عصري فرعي ډولونه (Saltillo, Murube, Parladé and Santa Coloma) ګڼل کیږي کوم چې په بنسټیزه توګه له (Vistahermosa) ترکیب شوي.
د غواګانو لید یې ډیکروماسي دی او که چېرې شین سور رنګ ته وګوري نو توپیر یې نه شي کولای. ډېری خلک په دې اند دي چې یاد غوییز کله سور رنګ وویني نو په غصه کیږي خو داسې نه ده بلکې یاد غوییز د مولېتا په نوم د لرکي خوځښت ته غبرګون ښي.
مخینه
ځینې کسان ګمان کوي چې ایبریا کې اوروکس وحشي غوییز وو او د روم امپراتوري یاده لوبه کوله خو ډېر خلک د یادې لوبې د سرچینې په اړه مختلف نظرونه لري خو د جنتیک پول (د ټولو جېنونو او الېلونو ترکیب) یې په غیرې معمولي توګه ډېر زوړ دی.
لاتیني امریکا کې د استعمار وخت کې یاده لوبه دود شوه. د فرانسې په سوېل کې خلکو په ۱۹ پېړۍ کې پیل کړې لوبه ده.
په ۲۰۱۰ کال کې د هسپانیا ساینس پوهانو د یادو غوییزو سپرمو باندې فریژن غوا بلاربه کړه او د ګوټ (Got) په نوم خسکی یې وزېږوه.