Spotted paddle-tail newt – خالداره پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Pachytriton brevipes) دی. د چین په سوېل ختیځ کې دوه ژواکی تریتون دی. ساینسي نوم یې په ۱۸۷۶ کې ایښودل شوی. بې خالو پایډل ته ورته لکۍ لرونکي تریتون ته ورته والی لري. په لښتیو کې ژوند کوي او په خپله لکۍ لامبو وهي.

بې څوکې پڅ بدن لري. د نرم پوستکي لرونکي، اوبو کې ژوند کوونکي دي. غټ هوار شوي پلن سرونه لري. د دواړو پوستکي او سږو په ذریعه سا اخلي. د ملا رنګ یې له تېز نسواري تر چاکلېټ ته ورته پورې رنګ کې وي، په دې رنګ کې خالونه لري. د ګېډې رنګ یې له روښانه نسواري تر تور پورې امکان لري. د مثل تولید کوونکی نر یې ممکن په لکۍ کې نیله رنګ ته ورته روښانه رنګ پیدا کړي.

نران یې خپله سیمه ټاکي او خپلو سیمو کې په نورو برید کوي. ښځې یې ډېر کم وخت برید کوونکی چلند لري. په وړو کبانو، چونجیانو او حشرو ځان تغذیه کوي. په پاکو، رڼو او په اکسیجن غني اوبو کې ژوند کوي. اوس وخت کې یې شمېر د اوبو د ککړتیا له امله کم شوی. که چېرې یو په بل برید وکړي او کمزوری یې له برید سره مقاومت ونشي کړای نو موقتا له اوبو بهر تګ کوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل پاکي تریتون
Sidebar



Share
Hide Buttons