جعلي ژبې هغو ژبو ته وایي د کومو چې شتون په نامتو کتابونو او لیکنو کې یاد شوی وي خو بل څېړونکي په خپله څېړنه کې موندلي وي چې یاده ژبه نشته وه. ډېرې کمې جعلي ژبې ثابتې شوي چې نشته وې خو د نورو د نشتون په اړه ثبوت نشته مګر د شتون په اړه یې هم شواهد نشته او له همدې امله یې شتون نه دی منل شوی خو ځینې نور بیا ګمان کوي چې د موندنې په اړه یې محدودې څېړنې شوي او ممکن پراخې څېړنې یې پیدا کړای شي.
لاندې د هغو ژبو بېلګې دي د کومو چې د شتون په اړه ګمان کېده چې مخکې شته وې، وروسته یې یا نشتون ثابت شوی او یا یې شتون ننګول شوی. په ځینې حالتونو کې د ادعا شوې ژبې تعقیب شوی خو پایله کې یې بله ژبه موندل شوې.
ځینې وخت کې په ارادي توګه د ریشخند له امله جعلي ژبې ثبت شوي لکه د برازیل کوکورا ژبه یا د لوییزیانا ټاینسا ژبه، ځینې وخت کې ریښتینې تېروتنه وي د دې بېلګه هونګوټ ده، هونګوټ نوم په ۱۸۹۲ کې د استعمار د لغتونو دوه نوملړونو ته ورکړل شوی وو. نوملړونه یو د ټلنګېټ او بل د سالیشان ژبې وو او دواړه په تېروتنه د پټاګونین ژبې په توګه ثبت شوي وو.
نوی ګیني داسې سیمه ده چېرې چې ډېرې ژبې ویل کیږي. په ۱۹۸۷ کې روهلېن د سیمې ډېرې ژبې د سیندونو په نومونو نومولي.
مشکوکې ژبې
مشوکوکې ژبې هغه دي د کومو چې شتون تر اوسه نه رد شوی او نه تصدیق شوی.
– اوروپوم (یوګاندا)
– نېمادي (موریتانیا)
– رېر بارې (ایتوپیا) – که چېرې شته وه نو اوسمهال مړه شوې
– ټاپېبا (برازیل) – په وروستیو کې رامنځته شوی قوم دی
– لاداخې د نښانونو ژبه (ویونکي یې کومه ټولنه نه ده)