St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي. تر ۲۰ پورې ټاپوګان یې نومونه لري. د دې ټاپوګانو د ټولګې مساحت ۱.۳ کیلومتر مربع دی, له وړو ټاپو ګانو سره لوی ریف تقریبا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. مساحت یې ۱۹۰ کیلو متر مربع دی. په ټول ټاپو کې تر سلو زیات کسان نشته وي او په دې سلو کې هم ډېری کب نیونکي دي او یوازې د کب نیونې لپاره ټاپو ته تګ راتګ کوي. اقتصادي فعالیت یې یوازې کب نیونه ده. له سیاسي مخې د موریس برخه ده. د (Outer Island Development Corporation) لخوا اداره کیږي او د موریس لمړي وزیر ته یې راپور چمتو کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons