Stellar classification – د ستورو ډلبندي
ستوري په ستور پوهنه کې د طیفي ځانګړنو له مخې ډلبندي کیږي. د ستورو الکټرومقناطیسي وړانګې په منشور جلا کیږي او زرغونه کې یې د طیفې کرښو رنګونه کتل کیږي او له همدې مخې ډلبندي کیږي. هره یوه کرښه د کیمیاوي عنصر یا مالیکول ښودونکې ده او د کرښې ډبلوالی د عناصرو پرېماني ښي خو د کرښې ډبلوالی د فوټوسفېر له تودوخې سره هم تړاو لري او ځینې وخت ریښتینې پرېماني نه په ګوته کوي.
ډېری ستوري د مورګان کینان په سیستم (Morgan-Keenan) کې ډلبندي شوي لنډیز یې اېم کې (MK) ده. په ډلبندۍ کې (O, B, A, F, G, K, and M) توري کارول شوي او تر ټولو ګرم ستوري چې د او ډول (O type) تر ټولو د زیاتو سړو سترو په لور چې د اېم ډول (M type) ستوري دي ډلبندي شوي. د هریو توري ستوري بیا په فرعي ډولونو سره وېشل شوي چې صفر . یې تر ټولو تاوده ستوري او ۹ تر ټولو ساړه ستوري دي د بېلګې په توګه (A8, A9, F0, and F1) په یاده لړۍ کې له تودو د سړو ستورو په لور ډلبندي شوې. یاده لړۍ په ډلو وېشل شوې او په دې کې هغه ستوري، ستورو ته ورته اسماني تنې ځای شوي چې په کلاسیک سیستم کې نه وې ځای شوې لکه د (class D) ډله د (white dwarfs) لپاره او (classes S and C) ډله د کاربن ستورو لپاره. په اېم کې سیستم کې (luminosity class) په (spectral class) کې اضافه شوی او د اضافه کولو لپاره یې رومي اعداد کارېدلي.
عصري ډلبندي ته (Morgan–Keenan) نوم اخلي او له زړې ډلبندۍ (Harvard spectral classification) څخه هر ستوری د نوې ډلبندۍ کلاس ته تخصیص شوی. نورې عصري ډلبندۍ لکه د (UBV system) د رنګونو د شاخص پر بنسټ شوي. یو بي وي (UBV system) د (Ultraviolet, Blue and Visual) لنډیز ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!