Sukhoi Su-30MKI
ناټو یې د (Flanker-H) په نامه پېژني. د روسې سوخوي (Sukhoi) شرکت طرحه کړې او د هند (Hindustan Aeronautics Limited HAL) شرکت دهند هوایي ځواک لپاره جوړې کړي. درنده، په هر ډول هوا کې جنګ کوونکې جیټ الوتکه ده، د (Sukhoi Su-30) الوتکې یو ډول ده. د دې ډول طرحه په ۲۰۰۰ کال کې هغه وخت پیل شوه کله چې هند له روسې سره د ۱۴۰ (Su-30) الوتکو لپاره تړون لاسلیک کړ. لمړۍ (Su-30MKI ) الوتکه چې په روسیه کې جوړه شوې وه د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۲ کال کې ترلاسه کړه او کومه چې هند کې جوړ شوې وه کارونه یې د هند هوایي ځواک په ۲۰۰۴ کې پیل کړه، تر ۲۰۱۷ کال پورې د هند هوایي ځواک ۲۴۰ (Su-30MKI) الوتکې ترلاسه کړې وې. تمه کیږي چې د هند د هوایي ځواک د ملا تیر جوړ کړي. په الوتکه کې د اسرایلو او فرانسې برېښنایي سیستم نصب شوی او د هند د غوښتنې له مخې بدلون پکې راوستل شوی.
طرحه کوونکی شرکت یې (Sukhoi) ده، جوړونکی شرکت یې (Hindustan Aeronautics Limited) ده، لمړۍ الوتنه (Su-30MKI) الوتکې د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه او (Su-30МК) الوتکې د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۲ کال د سپټمبر په ۲۷ نټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې د هند هوایي ځواک ده، د ۲۰۱۸ کال تر مې میاشت پورې د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۴۹ وو او په ۲۰۱۴ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۵۰ میلیونه امریکایي دالر وو.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۲۱.۹۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۷ متره
لوړوالی : ۶.۳۶ متره
د وزرو سطحه : ۶۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۸۴۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۶۰۹۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۸۸۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : ماشینونه او هر یو Lyulka AL-31FP turbofans
زیات نه زیات سرعت : په لوړه ارتفاع کې په ساعت کې ۲۱۲۰ کیلو متره، په ټیټه ارتفاع کې په ساعت کې ۱۳۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۴۵۲۷۵ فټه
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۴۰۱ کیلو ګرامه
(Maximum g-load: +9 g)
وسله
یوه (30 mm Gryazev-Shipunov GSh-30-1 autocannon) ماشینداره، د مهماتو د نښلونې لپاره ۱۲ ځایونه لري دوه د وزرو په څوکه کې دي، شپږ د وزرو لاندې دي، دوه د ماشین لاندې برخه کې او دوه د پیلوټانو لاندې دي په کومو کې چې لاندې وسلې انتقالولای شي
راکټونه
4 × S-8
4 × S-13
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
10 × R-77
10 × Astra
6 × R-27ER/ET
2 × R-27R/T
6 × R-73
3 × K-100
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
3 × Kh-59ME
6 × Kh-29T/L
بېړۍ ضد توغندي
3 × Kh-59MK
4 × Kh-35
6 × Kh-31A
د مخابراتو او رادار ضد توغندي
DRDO Anti-Radiation Missile
6 × Kh-31P
بمونه
8 × KAB-500L laser-guided bombs
3 × KAB-1500L laser-guided bombs
8 × FAB-500T bombs
28 × OFAB-250-270 bombs
32 × OFAB-100-120 bombs
8 × RBK-500 cluster bombs
نور
Litening targeting pod
El/M-2060P airborne search and rescue reconnaissance pod
Chaffs / flares
Buddy-buddy refuelling pod
برېښنایي سیستم
Bars passive electronically scanned array radar
EL/M-8222 jammer
DRDO Tarang MK.II radar warning receiver
OLS-30 laser-optical infra-red search and track radar
Comments
So empty here ... leave a comment!