Sukhoi Su-34
نوم یې په روسۍ ژبه کې (Сухой Су-34) لیکل کیږي، ناټو یې د (Fullback) په نامه پېژني، د روسې په هر ډول هوا کې، دوه ماشینه لرونکې، د دوه پیلوټانو سوپر سونیک یا له غږ چټکه (supersonic)، د منځنۍ کچې د الوتنې وړتیا لرونکې بم غورزونکې – جنګ کوونکې الوتکه ده. لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۹۰ کې کړې او پوځي خدمت یې په ۲۰۱۴ کې پېل کړی.
جوړونکی شرکت یې (Sukhoi) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۹۰ کې د اپرېل په ۱۳ نېټه کړې، کارونه یې په ۲۰۱۴ کې د مارچ په ۲۰ نېټه پېل شوې، اساسي کارونکي یې د روسې هوایي ځواک (Russian Air Force) دی، تر اوسه ۱۱۶ الوتکې تولید شوي او طرحه یې د (Sukhoi Su-27) د طرحې پر بنسټ شوې، د یوې الوتکې ارزښت ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي.
د پیلوټ برخه یې زغره لري، اساسي دنده یې په ځمکني او سمندري پوځونو تکتیکي بم غورزونه، برید او د الوتکو مخه ډب کوونه ده. په یادو پوځونو کې ټول په نظامي پوستو کې مېشت او د خوځښت په حال کې پوځونه شامل دي. د شپې او ورځې لخوا، په ښه او خرابه هوا کې عملیات ترسره کولای شي. یادې الوتکې د (Su-24 tactical strike fighter and the Tu-22M3 long-distance bomber) الوتکو ځای نیونکې دي.
د یادو الوتکو پېل ډېر زیات اوږد وو. په ۱۹۸۰ لسیزه کې سوخوی شرکت یوه نوې تکتیکي د څو موخو لپاره الوتکه پېل کړه تر څو د (swing-wing Su-24) الوتکې ځای ونیسي. له ارزونو وروسته یاد شرکت (Su-27) الوتکه خوښه کړه تر څو یې طرحه د نوې الوتکې د طرحې بنسټ کړي ځکه چې یادې الوتکې د نورو سوخوی الوتکو په پرتله د مانور ښه وړتیا لري او تر نورو زیات وزن انتقالولای شي. د یادې الوتکې د جوړولو اصلي لامل د شوروي اتحاد په سیاست کې بدلون او وروسته تجزیه وه. روسانو تر ۱۹۹۲ پورې الوتکې پټې ساتلې خو د غرب استخباراتو یې د څارنې هڅه کوله.
په ۲۰۰۴ کال کې لمړۍ ۸ الوتکې شوې وې. د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې د روسې دفاع وزیر سرګي ایوانوف (Sergei Ivanov) اعلان وکړ چې له شرکت څخه پنځه الوتکې د روسې د هوایي ځواک لپاره ترلاسه کوي. په ۲۰۰۸ کال کې د ۳۲ الوتکو تایید وکړ چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به یې ترلاسه کړي. ایوانوف وړاندوینه کړې وه چې دروسې هوایي ځواک به تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۰۰ الوتکې له تولید کوونکي شرکت څخه تر لاسه کړي.
د (Su-34) الوتکو د وزرو ډېره برخه، لکۍ او د ماشین او تیلو ځای ډېره برخه یې (Su-27/Su-30) الوتکو ته ورته والی لري. مخکې د پیلوټ برخې سره واړه وزرونه یې (Su-30MKI, Su-33, and Su-27M/35) الوتکو ته ورته والی لري کوم چې هوا کې د لوړو مانورونو وړتیا ورکوي. دوه (Saturn AL-31FM1 turbofan engines) ماشینونه لري, همدا ماشینونه په (Su-27SM) الوتکو کې هم کارېدلي کله چې وزن پکې بار شوی وي د (Mach 1.8+) لوړ سرعت ورکوي خو له (Su-27) الوتکو یې سرعت کم دی.
که چېرې وزن پکې بار شي نو پرته له تېل اچولو تر ۴۰۰۰ کیلو متره پورې د الوتنې وړتیا لري او که چېرې هوا کې تېل ورکړل شي خپلې الوتنې ته ادامه ورکولای شي. کله چې په وزن بار وي (+9G) پورې مانوري خوځښت ترسره کولای شي. له ۸۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالولای شي.
مخکې لور ته یې (passive electronically scanned array forward radar) رادار تر ۲۰۰–۲۵۰ کیلو متره پورې کار کوي د وروسته لوري لپاره پکې دوېم (aft-facing radar) رادار موجود دی. رادار یې په یوه وخت کې څلور هدفونه په هوا، ځمکه او اوبو کې په نښه کولای شي، د د لټونې، څارنې کچه یې +/- ۶۰ درجې ده. د وروسته لپاره رادار یې که چېرې الوتکه په نښه شي یا تعقیب شي د خطر خبرتیا ورکوي او د الوتکې له راتاوولو پرته (R-73s) فیر کوي. د وروستي رادار غېرې رسمي نوم یې (N-012) دی. تر ۱۰۰۰۰ متره پورې لوړوالي کې پیلوټ د اکسیجن له ماسک پرته عملیات ترسره کولای شي. د اوږد ماموریت پر وخت پیلوټان د ناستې د ځای تر شا د درېدو او خوځېدو لپاره وړه خونه لري. د پیلوټان شاته کوچنی پخلنځی او د حاجت د رفع لپاره ځای هم پکې شته.
عملیاتي مخینه
د ۲۰۱۰ کال په جولای کې د پوځي تمرین پر وخت، په اروپا کې (Su-24) او (Su-34) الوتکو له یوې روسۍ پوځي اډې الوتنه وکړه او د ارام سمندر ساحل لور ته روانې شوې چېرې چې بله روسۍ پوځي اډه وه او د دواړو ترمنځ واټن ۶۰۰۰ کیلو متره وو. دواړه ډوله الوتکو کې پوځي مهمات هم تر اخري کچې نصب شوي وو. د الوتنې پر وخت په هوا کې په (Su-24) الوتکو کې درې ځلې تېل واچول شول خو (Su-34) الوتکو یوازې دوه ځلې د تېلو اړتیا پیدا کړه.
د (Su-34) الوتکو تر ټولو وروستۍ ازموینه په کال ۲۰۱۱ کې د سپټمبر په ۱۹ نېټه پای ته ورسېده او په ۲۰۱۴ کال کې پوځي خدمت ته وړاندې شوې. داسې اوازې هم خپرې شوي چې په ۲۰۰۸ کال کې د روسې او جورجیا ترمنځ په (the 2008 South Ossetia war) جګړه کې هم کارېدلي.
د ۲۰۱۵ کال د جون په ۴ نېټه د روسې په ورونېژ سیمه کې د روزنې په ماموریت کې یوې الوتکې ستونزه پیدا کړه، پیلوټ هڅه وکړه چې د پراشوټ له لارې ځان وغورزوي خو هڅه یې ناکامه شوه، وروسته یې د بېړنۍ ناستې هڅه وکړه: د ناستې پر وخت الوتکه د هوایي ډګر له کرښې ووته او په بل مخ واوښته خو څوک پکې مړه نشول، په ۲۰۱۶ کال کې یاده الوتکه بېرته ورغوله شوه او پوځي خدمت ته ستنه شوه.
په ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د سوریې (Latakia airport in Syria) هوایي ډګر ته شپږ الوتکې انتقال شوې تر څو د سوریې پاڅون کوونکي او داعش بمبار کړي، د همدې کال د اکتوبر په لمړۍ نېټه یې په داعش ډلې بمبار پیل کړ، د رقه ښار په سوېل لویدیځه سیمه کې د داعش مرکزي اډه له منځه یوړه، په دې عملیاتو کې یې هدایت شوي بمونه له ۵۰۰۰ متره لوړوالي وکارول. په بله ورځ یې د داعش ډلې پر ضد په هما ښار کې برید وکړ او هدایت شوي بمونه یې وغورزول. په مارت النامان سیمه کې هم د داعش ۷ اډې له منځه یوړې. د بم غورزونې لپاره (GLONASS satellite system) سټلایټ یا سپوږمکۍ کاروي. د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۳۰ ترکې یوه (Su-24) روسۍ الوتکه په سوریه کې وغورزوله او له دې پېښې وروسته یې یوازې (Su-34) الوتکې د عملیاتو لپاره چمتو کړې او هر عملیات ته د تګ پر وخت یې په الوتکو کې هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي هم نصب کول.
د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په ۱۶ نېټه یې له ایران څخه ډلیزه الوتنه وکړه او په سوریه کې یې په عدلیب، دیر ازور او الیپو سیمو باندې بمبار وکړ.
پیلوټان: دوه
اوږدوالی : ۲۳.۳۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۷ متره
لوړوالی : ۶.۰۹ متره
بې وسایلو وزن : ۲۲۵۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۹۰۰۰ کیلو ګرامه
د ناستې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۵۱۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ دوه ماشینونه او هر یو Saturn AL-31FM1 turbofans
زیات نه زیات سرعت : په لوړه ارتفاع کې په ساعت کې ۲۰۰۰ کیلو متره
وسله:
یوه ۳۰ اېم اېم (Gryazev-Shipunov GSh-30-1 autocannon) ماشینداره د مرمیو شمېر یې ۱۸۰ ده
وزرونه او د تنې لاندې برخه یې یې ۱۲ د مهماتو د نښلونې برخې لري کوم کې چې له ۸۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالیدای شي په دې ۱۲ ځایونو کې لاندې ټولې اسلحې نصب کېدای شي
راکټونه
B-8 rocket pods for 20 × S-8KOM/OM/BM
B-13 rocket pods for 5 × S-13T/OF
O-25 rocket pods for 1 × S-25OFM-PU
S-80FP
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
2 × R-27R/ER/T/ET
2 × R-73
2 × R-77
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
Kh-29L/T/D
Kh-38MAE/MKE/MLE/MTE
Kh-25ML/MT
Kh-59ME/MK/MK2
Kh-58
بېړۍ ضد توغندي
Kh-31A/AD
Kh-35U
P-800 Oniks
Kh-41
د رادار او مخابراتو ضد توغندي
Kh-25MP
Kh-58
Kh-31P/PD
کروز توغندي
Kh-36
Kh-65S/SE
Kh-SD
بمونه
KAB-500KR TV-guided bomb
KAB-500L laser-guided bomb
KAB-500OD guided bomb
KAB-500S-E satellite-guided bomb
KAB-1500KR TV-guided bomb
KAB-1500L laser-guided bomb
OFAB-250-270 bomb
OFAB-100-120 bomb
FAB-500T general-purpose bomb
2 × BETAB-500SHP
P-50T bomb
ODAB-500PM bomb
RBK-500 cluster bomb
SPBE-D bomb
د الوتکې برېښنایي سیستم
V004 passive electronically scanned array radar
Khibiny electronic countermeasures system
SAP-14 electronic coutermeasures system
SAP-518 electronic coutermeasures system
UKR-RT radio surveillance system
L150 Pastel Radar Warning Receiver
Comments
So empty here ... leave a comment!