Sulmtaler

د کورنیو چرګانو نسل دی. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ ده. چرګ یې له ۳ تر ۴ کیلو ګرامه پورې او چرګه له ۲ تر ۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نرمې بڼکې لري. نسل یې د اتریش د ستیریا په سوېل کې په (Sulmtal) سیمه کې اخیستل شوی. د چرګانو نوم هم د همدې کلي نوم دی. په کال کې له ۱۳۰ تر ۱۸۰ پورې هګۍ کوي. غاړه یې سره او نور بدن یې کریمي رنګه وي. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په جرمني کې د همدې چرګانو سپین نسل رامنځته کړل شو خو تر ۲۰۱۳ کال پورې په اتریش کې نیله او سیلوري سپین رنګونه هم لیدل شوي.

Sulmtaler 015 neu

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons