Sultan chicken – سلطان چرګان
د ترکې د چرګانو نسل دی. کاکل لرونکي چرګان دي. په ترکي یې نوم (Serai-Tavuk) لیکل کیږي مانا یې د سلطان چرګان ده. له پیل څخه تر اوسه پورې یوازې باغونو کې د نندارې لپاره ساتل شوي. د عثماني خلافت په وخت کې هم سلطانانو په خپلو باغونو کې لرل. په لمړي ځل باندې له ترکې بهر انګلستان ته په ۱۸۵۴ کې صادر شوي. وزن یې تقریبا تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د وړې کچې نسل هم لري کوم چې تر ۶۲۵ ګرامه پورې وزن کوي.
