Sun – لمر
لمر د لمریز سیستم په مرکز کې یو ستوری ده. د تودې پلازما تقریبا ګرد یا دایروي شکل ده. په داخلې کې وصلی کېدونکی خوځښت لري کوم چې د ډاینامو بهیر په ذریعه یوه مقناطیسي ساحه تولیدوي. د ځمکې د سیارې لپاره د انرژۍ اړینه سرچینه ده. قطر یې ۱.۳۹ میلیونه کیلومتره ده د ځمکې له قطر څخه یې قطر ۱۰۹ ځلې زیات ده. حجم یا تنه یې له ځمکې څخه ۳۳۰۰۰۰ ځلې لویه ده. د لمریز سیستم د ټول حجم ۹۹.۸۶% جوړوي. تنه یې ۷۳% له هایډروجن څخه او ۲۵ % له هېلیم یا هیلیوم څخه جوړه شوې خو کمه اندازه درانده عناصر لکه اکسیجن، کاربن، نیون او وسپنه هم پکې موجود دي. د لمر ستوري ته انګرېزۍ کې (G-type main-sequence star) هم وایي لنډیز یې (G2V) ده. د جي ټو وي په اړه به وروسته بله لیکنه کې مالومات شریک شي. لمر ۴.۶ بیلیونه کاله وړاندې د مالیکولي ورېځو په سیمه کې د مادې له جاذبه اي سقوط څخه رامنځته شوی. د دې مادې ډېره لویه په مرکز کې جمع شوه او نوره برخه یې په مداري ډیسک کې خپره شوه او لمریز سیستم ترې جوړ شو. د لمریز سیستم مرکز (لمر) ډېر ګرم شو او لامل یې د لمر په هسته کې اټومي سوزېدنه یا جوش ګڼل شوی. پوهان ګمان کوي چې تقریبا ټول ستوري د همدې بهیر له لارې رامنځته کیږي.
لمر تقریبا د خپل عمر په منځنیو کلونو کې ده. د څلور بیلیونه کالو لپاره پکې کوم ځانګړی تغیر نده راغلی او ګمان کیږي چې د نورو ۵ بیلیونه کالو لپاره بې تغیره یا ثابت پاتې شي. په هسته کې یې د هایډروجن سوزېدنه کوم چې ممکن ۵ بیلیونه کاله نور وخت ونیسي له ختمېدو وروسته ممکن سور رنګ خپل کړي. داسې محاسبه شوې چې ممکن لمر دومره لوی شي چې د عطارد او زهرا مدارونه هم ونیسي او ځمکه دومره ګرمه کړي چې نور پکې ژوند نا ممکنه شي.
پر ځمکه د لمر اغیز او لمر ته په ځمکه کې اړتیا باندې خلک له تاریخ څخه وړاندې پوه وو او په ډېرو کلتورونو کې لمر خدای ګڼل کېده او اوس هم ګڼل کیږي. د ځمکې په خپل مدار کې سینوډیک څرخ له لمریزې جنترۍ سره تړاو لري کومه چې تر اوسه په ډېرو هیوادونو کې کاریږي.
د لمر عمومي ځانګړنې
د لمر (absolute magnitude) تقریبا +۴.۸۳ او داسې ارزونه شوې چې د (Milky Way) د کهکشان له ۸۵% ستورو زیات روښانه ده د دې ستورو زیات شمېر (red dwarfs) دي. لمر (Population I) یا په درندو عناصرو غني ستوری ګڼل کیږي لکه یورانیم او سره زر. د ځمکې په اسمان یا فضا کې تر ټولو زیاته روښانه تنه ده د ځمکې په اسمان کې دوېم تر ټولو روښانه ستوری (Sirius) ده او لمر له دې ستوري څخه ۱۳ بیلیونه ځلې زیات روښانه ده. د لمر او ځمکې واټن په جولای او جنوري کې توپیر کوي او په منځنۍ کچه د لمر وړانګې د لمر له سطحې د ځمکې سطحې ته په ۸ دقیقو او ۱۹ ثانیو کې رسیږي. په ځمکه کې د لمر دا وړانګې تقریبا د ټولو ژوندیو د ژوندي پاتې کېدو سره مرسته کوي، د ځمکې په هوا او اقلیم کې توپیر راولي.
د لمر انګرېزي نوم (Sun) د زړې انګرېزۍ له (sunne) نوم څخه اخیستل شوی. د انګرېزۍ (Sun) نوم په نورو الماني ژبو کې (sunne, sonne)، په زړې سکسون ژبه کې (sunna)، په منځنۍ الماني کې (sonne) او په عصري الماني کې (Zon) ده. د (Sun) کلیمې له لمړۍ الماني (sunnōn) څخه ریښه اخیستې.
د لمر لپاره لاتیني کلیمه (Sol) په ورځنۍ انګرېزي کې نه کاریږي خو ستورپوهان یې د لمریزې ورځې د وخت د مودې او یا د لمریزې ورځې د اوږدوالي لپاره په نورو سیارو کې کاروي لکه د مریخ د لمریزې ورځې اوږدوالی. له (Sol) لاتیني کلیمې څخه د انګرېزۍ کلیمې لمریز (Solar) د صفت اصطلاح جوړه شوې بېلګې لمریزې ورځې (Solar days)، لمریز سیستم (Solar System) او کسوف (solar eclipse).
په انګرېزۍ د یکشنبې (Sunday) د ورځې مانا د لمر ورځ (Sun day) ده او د پخوانۍ انګرېزي له (Sunnandæg) کلیمې اخیستل شوې.
د لمر وړانګې
لمریز ثبات (solar constant) هغه ځواک دی چې لمر یې په داسې سیمې غورزوي کومه چې لمر ته په مستقیم ډول څرګنده وي. د ستور پوهنې د یوه واحد واټن (astronomical unit AU) کې په یو متر مربع کې لمریز ثبات ۱،۳۶۸ واټه ده. کومې لمریزې وړانګې چې د ځمکې پر سطحه غورزيږ د ځمکې د اتموسفیر لخوا کمزورې شوې وي او له همدې امله کم ځواک د ځمکې سطحې ته رسیږي کوم چې په متر مربع کې ۱،۰۰۰ واټه وي او دا هغه وخت امکان لري چې اسمان شین او ځمکه هم د زېنیت خیالي ټکي سره نږدې وي. د ځمکې د اتموسفیر له پاسه د لمر وړانګې ۵۰% انفرارېډ وړانګې، همداسې ۴۰% څرګندې وړانګې او ۱۰% اولټرا ویولېټ وړانګې یا ماوراء بنفش دي. د ماوراء بنفش وړانګو تقریبا ۷۰% د اتموسفېر لخوا فلټر کیږي او د ځمکې سطحې ته نه رسیږي. د ځمکې پاسه اتموسفیر د لمر ماوراء بنفش وړانګې په ایون تبدیلوي یا یې ایونایز کوي او برېښنایي ایونوسفېر جوړوي.
که چېرې لمر ته له فضا وکتل شي او یا هم کله چې د ځمکې له پاسه وي نو سپین رنګ لري. کله یې چې بهر ته غورېدلي فوټون کچه کیږي نو په طیف کې د نورو په پرتله لمر شین فوټون په لویه کچه بهر غورزوي. د لمر د وړانګو اړه لاندې مطلب هم ولولئ
فضاتیاره ده, لایتناهي ده او دا تیاره فضا د لمر وړانګې رڼا کوي. پورته شین ښکارېدونکی اسمان نده دغه د لمر خپرې شوې وړانګې دي چې نیله رنګ کې مونږ ته ښکاري. د لمر وړانګې سپینې ښکاري خو دا وړانګې له ټولو هغو رنګونو جوړې شوي کومې چې د طیف په ذریعه وینو چې له سره تر بنفشي رنګه پورې رنګونه دي. د لمر وړانګې د اتموسفیر یا فضا په اوږدو کې د مختلفو عناصرو، ترکیبونو او ذراتو لخوا جذب کیږي، انعکاس او تغیر ورکول کیږي. د اسمان رنګ د راتلونکو وړانګو د څپو له طول سره تړاو لري خو په هوا کې د اکسیجن، نایتروجن او د دوړو د ذرو مالیکولونه هم پکې خپل رول لري.
کله چې د لمر وړانګې له پاسه خوا په ځمکه غورزېدلې وي دا وړانګې اتموسفیر یا فضا په عمودي زاویه کې قطع کوي. کومې څپې چې لنډې دي لکه د نیله او بنفشي وړانګو څپې د فضا دذرو لخوا د اوږدو څپو ( لکه د سور، نارنجي او زېړ رنګ څپې) په پرتله په اسانۍ جذب کیږي. د هوا ذرې نیله او بنفش رنګ وړانګې په بله خوا خپروي او بېرته د ځمکې په لور نه جذب کیږي کومې چې مونږ ته د شین اسمان په څېر ښکاري. د غرمې لخوا ځکه بنفشې رنګ په نیله کې ورکیږي ځکه چې زمونږ سترګې له نیله رنګ سره تر بنفشي رنګ حساسې دي.
د لمر پرېوتو (dusk) او سباون (dawn) پر وخت کله چې لمر افق ته نږدې وي نو د لمر وړانګې له اتموسفېر سره ډېره مایله زاویه جوړوي او د غرمې په پرتله دا وړانګې په اتموسفېر کې زېاته فاصله وهي. په داسې حالت کې د نایتروجن او اکسیجن او په هوا کې نورې ډېرې مالیکولي ذرې دي د لمر د وړانګو مخنیوی کوي. په راتلونکو وړانګو کې د نیله او بنفشي وړانګو ډېره برخه د دې ذرو لخوا فلټر کیږي او په همدې وجه د اسمان نیله رنګ کمرنګه ښکاري. په فضا کې چې کله د نیله او بنفشي رنګونو نفوذ کم شي نو د اوږدو څپو وړانګې پاتې کیږي چې سور، نارنجي او زېړ رنګونو وړانګې دي او له همدې امله په سهار او زیړي مازیګر کې د اسمان رنګ سور، زېړ او نارنجي وي.
ترکیب او جوړښت
لمر په بنسټیزه توګه له کیمیاوي عناصرو هایډروجن او هېلیم او یا هېلیوم جوړ شوی. یوازې ۲% نور یې درانده عناصرلکه اکسیجن ۱% کاربن ۰.۳% نیون ۰.۲% وسپنه ۰.۲% ده.
لمر له یوې هستې (Core) جوړ شوی. په دې برخه کې د هستوي سوزېدنې لپاره تودوخه کافي ده. هایډروجن په هېلیم کې ادغام کیږي او د ادغام کېدو بهیر یې انرژي پرېږدي. په هسته کې هېلیم سره راټولیږي تر څو په هسته کې د هېلیم هسته جوړه کړي.
د وړانګو زون (Radiative zone) لري په دې سیمه کې انرژي د فوټون په څېر انتقال کیږي. د (Tachocline) په نامه پوله لري یاده پوله د وړانګو او وصل کوونکي زون (Convective zone) ترمنځ ده. فوټوسفېر (Photosphere) د لمر تر ټولو ژوره برخه ده. لمر یو ګازي جسم ده او له همدې امله کومه ثابته تعریف شوې سطحه نلري. اټموسفېر (Atmosphere) لري د لمر اټموسفېر د وړانګې یوه کړۍ (halo) ده او له لمر څخه تاو شوې ده. د لمر اټموسفېر هغه وخت لیدل کېدای شي چې د لمر اصلي تنه پټه وي لکه د کسوف پر وخت. په اټموسفېر کې یې (chromosphere, solar transition region, corona and heliosphere) برخې موجودې دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!