د عضلو له (extraocular) ګروپ سره تړاو لري. له پوزې سره نږدې پیل کیږي. د سترګې خوځښتونه کنټرول کوي. لمړۍ دنده یې د پوزې لور ته کتنه یا داخلي څرخ (internal rotation) ده، دوېمه دنده یې لاندې لور ته کتنه (depression) ده، درېمه دنده یې څنګ ته کتنه یا د پوزې برعکس لور ته کتنه (abduction) ده. په لاندې کتنه کې د همدې ګروپ بله عضله (lateral rectus) هم مرسته کوي.
په انګرېزۍ کې د داخل په لور څرخ ته (internal rotation) وایي، د (depression) کلیمه درې مانا ګانې لري لمړۍ مانا یې اروایي حالت یا ډېپرېشن دی، دوېمه مانا یې په اقتصاد او مارکیټ کې اوږد او جدي اقتصادي بحران ده، درېمه مانا یې لاندې کول یا لاندې لور ته فشار ورکول ده. د (abduction) مانا په اناتومۍ کې له منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته د بدن غړی خوځول ; د یو غړي خوځول چې د بدن له منځنۍ کرښې نه یې خوځښت برعکس لور ته وي. د بدن منځنۍ کرښه شمزی یا د ملا تیر دی.
د همدې عضلې بله دنده د لید ثبات رامنځته کول دي، کله چې یو کس پورته یا لاندې لور ته ګوري نو د سترګو د غیرې ارادي څرخ مخنیوی کوي. د کوپړۍ له څلورم عصب (trochlear) سره وصل ده، که چېرې د کوم کس د کوپړۍ څلورم عصب په مورزادي توګه او یا هم د زیان لیدنې له امله فلج شوی وي نو لاندې کتنه کې یې ستونزه رامنځته کیږي، په دې ډول کسانو کې سترګې پورته ته لور ختلې ښکاري، په دې ډول کسانو کې لید خیره او یا هر څه دوه ویني. درملنه یې په عینکو، جراحي کیږي او یا د وخت له تېرېدو سره خپله روغتیا مومي.
