Superiority Complex
یو چلند دی، او دا ډول چلند لرونکي ګمان کوي چې تر نورو غوره دي. دا ډول خلک د خپل ځان په اړه ډېره مبالغه کوي. دا ډول خلک ګمان کوي چې وړتیا، لیاقت او لاسته راوړنې یې تر نورو زیاتې دي. دا ډول چلند ممکن ځانته کم احترام او یا هم تر نورو کمی پټول غواړي. په لمړي ځل دا ډول چلند په ۲۰ پېړۍ کې (Alfred Adler) تشرېح کړ او هغه ګمان کوه چې دا ډول چلند یو ډول دفاع ده. د دې ډول چلند لرونکي خلک د ځان په اړه درواغجن او مغرور وي، خپلې نیمګړتیاوې نه مني او خپلې ماتې پټوي.
په دې ډول خلکو کې لاندې نښې موجودې وي:
د خپل ځان خپله لوړ ارزښت ټاکنه
د هغه څه ادعا چې رښتیا نه وي
د خپل ځان په اړه لوړ نظریات
خپل ذهن کې د واک لرلو انځور
نورو ته غوږ نه نیول
په مزاج او طبیعت کې هغه وخت بې کچې بدلون چې د بل لخوا ورسره مخالفت وشي
له نور سره چې کله خپل ځان پرتله کړي او تر نورو خپل ځان کم وویني د همدې کمي پټول
د (inferiority complex) له (Superiority complex) سره توپیر لري. د (inferiority complex) چلند لرونکي د کمزورتیا په اړه ډېره مبالغه کوي. د دې ډول چلند لرونکي خلک په خپل چلند اصلي دلیل پټول غواړي لکه ځواک ته د رسېدلو لپاره بې کچې د کمزورتیا مبالغه. خو دواړه چلندونه په خپل ذات کې سره تړلي او د حقیقت پټولو هڅه کوي. یو ډول یې ځان ډېر لوړ او تر نورو غوره ښي او بل ډول یې ځان بېچاره ښي.
هغه خلک چې د خپلو هیلو په لاسته راوړنه کې پاتې راغلي وي او یا یې خپل ژوند هغسې نه وي جوړ کړی لکه څرنګه یې چې هیله لري همدا خپله ماته په مبالغې او تر نورو ځان په غوره ګڼلو پټوي.
د دې ډول چلند لرونکي د نورو د روغتیا لپاره زیان رسونکي وي او ممکن له خبرو سره مخالفت یې شخړه هم رامنځته کړي. که چېرې دې ډول خلکو سره ملګرتیا لری نو له مسلکي کسانو د مرستې ترلاسه کولو لپاره یې وهڅوئ تر څو خپل احساس په دې ډول چلند پټ نکړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!