Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون
زېړ ګېډی تریتون، اوکیناوا تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Cynops ensicauda) دی. د جاپان د روکیو ټاپوګانو په ټولګه کې پیدا کیږي. د نسل غړي یې ډېر کم پاتې دي او نوم یې د جاپان د دوه ژواکو په سور نوملړ کې دی. پوستکی یې زهر ترشح کوي. پراخ سر او هوار پوستکی لري، تور تر نسواري پورې رنګ کې وي. ځینې یې ملا کې سور ته ورته نارنجي ټکي لري. نر یې تر ۱۲.۸ سانتي متره او ښځه یې تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر او ښځه یې ډیمورفېزم ښي : د ښځې لکۍ یې له خپلې تنې ډېره اوږده وي، د نر لکۍ یې ډېره لنډه وي.
د ژوند لپاره چاپېریال یې د سیمو پراختیا ویجاړ کړی همداسې غټ کبان یې واړه بچیان ښکار کوي او دې چارو یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کړی. له بل لوري سیمو کې د باراني اوبو د تخلیه کولو لپاره کانګریټي لښي جوړ شوي، د باران اوبه یې یادو لښتیو ته وړي او له باران درېدو وروسته پکې مړه کیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | سینوپس |
Comments
So empty here ... leave a comment!