Symbol – په کیمیا کې سمبول

په کیمیا کې سمبول د کیمیاوي عناصرو کوډ ده. د عناصرو سمبول معمولا له یوه یا دوه لاتیني تورو جوړ شوی وي او لمړی توری یې غټ (capital) لیکل کیږي. په عضوي کیمیا کې ډېر (functional groups) ګروپونه خپل سمبولونه لري – په عضوي کیمیا کې (functional groups) د مالیکولونو په داخل کې ځانګړي اجزا دي کوم چې د خاص ترکیب مسولیت په غاړه لري د (functional groups) ګروپ بېلګې لکه د فینایل ګروپ سمبول پي اېچ (Ph) ده او د مېتیل ګروپ سمبول اېم اي (Me) ده.
 
کوم عناصر چې له پخوا پېژندل شوي سمبولونو یې له لاتیني او یوناني قاموسونو ریښه اخیستې. خو د اوسنیو کشف شوو نومونه د مختلفو ژبو نومونه دي که لاتیني هم دي نو له عصري لاتیني ژبې یې نومونه اخیستل شوي. ځینې سمبولونه درې توري لري او دا ډول سمبولونه ډېر وخت موقتي وي لکه د هوسیم لپاره (Uno). نور سمبولونه هم شته چې اوسمهال کې نه کاریږي.
 
له سمبول سره ښي او کیڼ اړخ کې لاندې او پورته شمېرې لیکل شوي وي چې هره شمېره د یو څه ښودونکې ده :
 
– د نیکلیون شمېره یې کیڼ اړخ ته پورته لیکلې وي او ځانګړی ایزوټوپ ښي په همدې برخه کې ممکن توري هم شته وي کوم چې د نیوکلیر ایزومر ښودونکي وي.
 
– د پروټون شمېره (اټومي شمېره) کیڼ اړخ کې لاندې لیکل کیږي. اټومي شمېره په دې برخه کې زیاتي شمېره وي خو ځینې وخت لیکل کیږي تر څو په نیوکلیر تعامل کې د نیوکلیون شمېرو په تغیر باندې تاکید وکړي.
 
– که چېرې اړتیا وي نو ممکن د سمبول ښي اړخ کې پورته د توان په ځای کې د ایونایزېشن حالت ولیکل شي.
 
– د یوه عنصر په مالیکول کې د اټومونو شمېر ښي اړخ کې لاندې لیکل کیږي.
 
– د سمبول ښي اړخ کې راډیکال په ټکي باندې پورته برخه کې ښودل کیږي.

Atomic Symbol Mg
The atomic symbol of a magnesium-24 dication, i.e. 2412Mg2+, with labels on each part. Image by GKFX

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons