Tachikawa Ki-36
په دوېمه نړیواله جګړه کې د جاپان د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره الوتکه وه، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره. جوړونکی شرکت یې (Tachikawa Aircraft Company Ltd) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د اپرېل په ۲۰ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Imperial Japanese Army Air Force and Royal Thai Air Force) وو، د ۱۹۳۸ – ۱۹۴۴ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۳۳۴ دی. د چین، اندونیزیا، جاپان او تایلنډ هوایي ځواکونو کارولي.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۸۰ متره
لوړوالی : ۳.۶۴ متره
د وزرو سطحه : ۲۰ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۲۴۷ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۶۶۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Hitachi Army Type 98 Ha-13a nine cylinder air-cooled radial engine, 380kW (510hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۴۸ کیلو ګرامه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۸۳ کیلو ګرامه
وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې او یوه د انعطاف وړ ۷.۷ اېم اېم ماشینداره، تر ۱۵۰کیلو ګرامه پورې بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!