Tag: اناتومي

Frontal lobe

Frontal lobe

ټولې لیکنې
د مغز یوه برخه ده. په انسان کې احساساتي اصطلاح ګانې، د ستونزو هوارونه یا حل، یاد، ژبې، قضاوت او د جنسي اړیکې لپاره چلند او نورې ورته وړتیاوې کنټرول کوي. په اصل کې زمونږ د خبرو اترو او شخصیت کنټرول پېنل دی.   د عضلو موټور فعالیت یا په ارادي توګه د عضلو د خوځښت مسولیت هم په غاړه لري. د انسان په مغز کې دا برخه د هر بل ژوندي په پرتله لویه او پېچلې ده. لکه نوم یې چې ښي همداسې د مغز په مخکې برخه کې ده. د فرنټل لوب ښۍ نیمه خوا د انسان د بدن کیڼ اړخ کنټرول کوي او کیڼه نیمه برخه یې د انسان د بدن ښۍ خوا کنټرول کوي.   که د مغز دا برخه زیان وویني د انسان په شخصیت کې بدلون رامنځته کیږي، په چاپېریال کې د خطر ارزونه نشي کولای، د مخ په اشارو او خوځښت کې یې ستونزه پیدا کیږي....
Brachialis

Brachialis

طب
د مټې پاسه برخه کې عضله ده، د (biceps muscle) عضلې لاندې وي. په لاس کې د بازو د (humerus) هډوکي او په لېچو کې د (ulna) هډوکي ترمنځ د پول په څېر ده. دوه ډوله (musculoskeletal nerve and radial nerve) عصاب ورسره وصل دي. په ځینو کسانو کې ممکن دا عضله دوه شوې ښکاره شي. بنسټیزه دنده یې په څنګل کې د لېچو عضلې قاتول دي. د بازو او څنګل ډېر ډوله خوځښت ممکن کوي.
Sigmoid vein – سېګمویډ ورید

Sigmoid vein – سېګمویډ ورید

ټولې لیکنې
د (vena sigmoideus) په نامه هم یادیږي. د (sigmoid veins) وریدونو یو ګروپ ته رجوع کوي. دا وریدونه د (mesenteric vein) ورید څانګه ده او خپله (mesenteric vein) ورید د (hepatic portal vein) څانګه ده. هر سیګمویډ ورید منحني شکل لري. دنده یې له سیګمویډ کولون څخه د وینې تخلیه ده. سیګمویډ کولون (sigmoid colon) د غټې کولمې وروستۍ مقعد ته نږدې برخه ده.
Fibular collateral ligament

Fibular collateral ligament

ټولې لیکنې
د زنګون د مفصل جوړونکو له عضلاتي وترونو یو دی. لېګامنټ یا عضلاتي وترونه فایبري بېنډونه دي، مفصلونه سره نښلوي او ځواکمن کوي. د دې عضلاتي وتر یوه خوا د ورون له هډوکي سره وصل وي او بله خوا یې د پونډۍ له فیبولا هډوکي سره وصل وي.
Arm – مټې

Arm – مټې

طب
د مټې او لېچو هډوکي او مفصلونه لاسونه د بدن د پاسه برخې غړي دي. د بدن تر ټولو زیات پېچلي او تر ټولو زیات کارېدونکي غړي ګڼل کیږي. هر لاس له څلورو عمده برخو جوړ وي چې مټه (upper arm)، لېچه جمع یې لېچې (forearm)، مړوند (wrist) او د لاس پنجه (hand) ده. په مټه کې اوږه هم شامله ده چې د اوږې (shoulder) له مفصل نیولې د څنګل (elbow) تر مفصل پورې برخه مټه ګڼل کیږي. په مټه کې درې هډوکي شامل دي : سکاپولا (Scapula) په انګریزۍ کې ورته (shoulder blade) نوم هم اخلي، مثلثي شکله هوار هډوکی دی او د عضلو په ذریعه له تنې سره وصل وي. کلاویکل (Clavicle) په انګرېزۍ کې ورته (collarbone) نوم اخلي، مټه له تنې سره وصل کوي، د لاس پاتې برخې ته د ځواک په وېشلو کې هم ونډه اخلي. هومېروس (Humerus) په مټه کې اوږد هډوکی دی. د سکاپولا او څنګل ترمنځ موجود دی. له دې هډوکي سره عضل...
Skeleton – اسکلیټ

Skeleton – اسکلیټ

طب
د انسان په اسکلیټ کې ټول هډوکي، کرپندوکي (cartilage)، عضلاتي وترونه (ligaments) او د ټېنډون (tendons) په نامه فایبرونه شامل دي. اسکلیټ د انسان د بدن ۲۰ % وزن جوړوي. د بلوغ ته رسیدلي کس په اسکلیټ کې ۲۰۶ هډوکي موجود وي. د کوچنیانو په اسکلیټ کې تر بلوغ ته رسېدلو زیات هډوکي موجود وي لامل یې د سرکوپړۍ کې ځینې هډوکي دي کوم چې له ودې وروسته په یو بل کې فیوز کیږي. همداسې د نر او ښځې په اسکلیټ کې هم ځینې توپیرونه موجود دي. د نر اسکلیټ اوږد وي خو د ښځې اسکلیټ بیا د خاصره لګن پراخ هډوکی لري تر څو اومیندواري او زېږون ممکن کړي. د پورته یادو شوو توپیرونو په پام کې له نیولو پرته اسکلیټ په دوه (axial skeleton and the appendicular skeleton) برخو وېشل کیږي.   Axial skeleton anatomy د بلوغ ته رسېدلي کس د اسکلیټ په دې برخه کې ۸۰ هډوکي شامل وي. له هغو هډوکو جوړه شوې برخه ده کوم چې د ب...
Inferior vena cava

Inferior vena cava

طب
د (posterior vena cava) نوم هم ورته اخلي. د انسان بدن کې تر ټولو غټ ورید دی. د بدن له لاندې برخې زړه ته له اکسیجن څخه تخلیه شوې وینه انتقالوي. په دې مانا چې له وینې د اکسیجن زیاته برخه نسجونو اخیستې وي او وینه خیره رنګ لري. په دې ورید کې وینه د پښو او د تنې د لاندې برخې وي. دا ورید د زړه په ښي دهلیز کې خالي کیږي. د زړه ښی دهلیز د زړه د ښي اړخ په وروسته برخه کې دی. د ګېډې د جوف وروسته خوا کې غزېدلی، د شمزي د ښي اړخ په اوږدو کې وي. د پښو دوه عمده وریدونه د (iliac veins) په نامه یادیږي، دواړه خپله کې سره یو ځای کیږي او (inferior vena cava) جوړوي.  ...
Uterine vein – د ځلانځ ورید

Uterine vein – د ځلانځ ورید

طب
د ځلانځ ورید د ښځې تناسلي غړي ته نږدې د وینې د رګونو یو ګروپ ته رجوع کوي. د (uterine venous plexus) رګونو برخه ګڼل کیږي. په (plexus) کې د وینې جریان سره مرسته کوي. د (uterine plexus and uterine vein) وریدونه د ځلانځ له څنګونو بهر راوځي او له واجینا سره په مجاورت کې پراته دي. له ځلانځ څخه زړه ته وینه انتقالوي. کله چې وینه په (uterine plexus) رګونو کې دوران ترسره کړي نو د د ځلانځ ورید (Uterine vein) له لارې تخلیه کیږي.   د ځلانځ په هر څنګ کې دوه (Uterine veins) موجود دي. وروسته له (hypogastric vein) وریدونو سره یو ځای کیږي. همداسې له (ovarian vein) سره هم وصل شوی. که چېرې په ورید کې وینه ټینګه شي او د وینې جریان بند شي دې حالت ته د (uterine vein thrombosis) نوم اخلي....
Tensor fasciae latae

Tensor fasciae latae

ټولې لیکنې
له (iliotibial band) څخه لاندې یوه نرۍ عضله ده. دې بېنډ ته (IT band) نوم هم اخلي. د فاشیا اوږده شوې ټوټه ده. دا عضله د خاصرې له لګن سرچینه اخلي، په (condyle of the tibia) کې داخلیږي. د ( superior gluteal nerve) عصب یې تحریکوي او د ورون په مفصل کې د فلېکشن او ابډکشن خوځښت فعالیت ترسره کوي. - فلېکشن خوځښت (Flexion) دا خوځښت د بدن دوه غړي یو بل ته نږدې کوي لکه د لېچو مټې ته نږدې کول. - ابډکشن خوځښت (abduction) د یو غړي د بدن د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته خوځول. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر دی. دا چاره پښو ته اجازه ورکوي چې یوه پښه له بلې مخکې کېښودل شي لکه قدم وهلو کې چې یوه پښه له بلې مخکې ایښودل کیږي. همداسې زنګنونو ته د څنګ په څنګ ثبات وړتیا ورکوي. د اضافي لېګامنټ دنده هم ترسره کوي او له پاسنیو، منځنیو او لاندینیو فایبرونو سره کار کوي. ...
Trigeminal Nerve

Trigeminal Nerve

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي پنځم یې (Trigeminal) عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې (Trigeminal) عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve V) نوم هم اخلي.   د (Trigeminal) عصب د سر د کوپړۍ په عصابو کې تر ټولو غټ عصب دی. عمومي دنده یې پوستکي ته، سینوسونو او مخاطي غشاګانو ته په مخ کې حسي مالومات لېږدونه ده. د زنې عضلاتو ک...
Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

طب
د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو کې ګډون دی. واړه مرغړي دي، هګۍ ته ورته شکل لري، د پوزې شاته د انسان د مغز لاندې برخه کې موقیعت لري، له هایپوتالاموس (hypothalamus) سره وصل دي. په مغز کې هایپوتالاموس د مغز یوه وړه برخه ده او د بدن د فعالیت د توازن په کنټرول کې اړین رول لري. له پیتویټري مرغړي چې کوم هورمون ترشح کیږي هم یې د مغز همدا برخه کنټرول کوي. د پیتویټري مرغړي په دوه برخو وېشل شوي وروستۍ نرمۍ او مخکینۍ نرمۍ (anterior and posterior lobes) مخکینۍ نرمۍ (Anterior lobe) د دې مرغړي مخکینۍ نرمۍ له مختلف ډوله حجرو جوړه شوې او مختلف ډوله هورمونونه تولیدوي...
د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

طب
د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ او واړه وي، د خاصره لګن پای (pubic arch) هم په نر کې د ښځې په پرتله کوچنی وي. د ورانه د مفصل درې هډوکي لري او کله چې انسان وده کوي د وخت له تېرېدو سره خپله کې فیوز کیږي. د درېواړو نومونه او لنډه تشرېح لاندې وګورئ : Ilium د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده Ischium د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي Pubis د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون...
Seminal vesicles – د منیو کیسې

Seminal vesicles – د منیو کیسې

طب
کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې له درې مختلفو طبقو جوړ شوی وي لاندې هره طبقه وګورئ :   - لنده داخلي طبقه په دې طبقه کې ځانګړې حجرې موجودې دي کومې چې د منیو د کیسې مایع تولیدوي - منځنۍ طبقه د عضلې له نرم نسج څخه جوړه وي - بهرنۍ طبقه او له نښلونکي نسج څخه جوړه وي   د منیو د کیسې یوه برخه او (vas deferens) سره یو ځای کیږي ترڅو د منیو د انزال تونل (ejaculatory duct) جوړ کړي. د منیو د انزال پر وخت د نرمې عضلې برخه انقباض کوي یا ځان غونډوي او مني د انزال کانال ته داخلوي. د دې کیسې دنده د مایع تولید او د همدې مایع ذخیره کول دي کوم چې ممکن په منیو تبدیل شي. په دې ...
Vagus Nerve – واګوس عصب

Vagus Nerve – واګوس عصب

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي. که واګوس عصب ستونزه پیدا کړي د یوې بریښنایي الې په ذریعه تحریک کیږي. دا اله د (epilepsy) او ډېپرېشن د ځینو حالتونو درملنه هم کوي. د واګوس عصب د تحریک لپاره د سینې د...
Jejunum – جوجونم

Jejunum – جوجونم

طب
وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه اخلي.   له معدې څخه چې کله خواړه د وړې کلمې (duodenum) برخې ته ولاړ شي نو دې برخه کې د لوز المعدې یا د پانقراص انزایمونه او په ځیګر کې د تولید شوې صفرا په مرسته خوځښت کوي او د کلمې جوجونم برخې ته داخلیږي. جوجونم د وړې کلمې له پنځه برخو دوه برخې جوړوي. د جوجونم عمومي دنده د اړینو خوړو لکه د بورې، غوړو اسیدو او امینو اسیدو جذب دی. د کلمې څپو ته ورته بې اختیاره خوځښت ته د کوم په مرسته چې خواړه په کلمو کې حرکت کوي (Peristalsis) وایي، په جوجونم کې دا خوځښت ځواکمن او چټک دی.   د وړې کلمې په کومه برخه کې چې جوجونم پیل...
Vagina – واجینا

Vagina – واجینا

طب
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي. په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده. واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or introitus) په نامه هم ...
Frenum  – په خوله کې غشایي چین

Frenum – په خوله کې غشایي چین

طب
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.   په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :   یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.   بل ډول ته یې (Labia...