Tag: اناتومي

Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

ټولې لیکنې
بل نوم یې (intermediate phalanges) دی. د ګوتو منځني هډوکي دي. له ګټې ګوتې پرته په نورو څلور ګوتو کې درې هډوکي وي. نورو دوه هډوکو ته چې له منځني هډوکي لاندې او پاسه موجود دي د (proximal phalanx and distal phalanx) نومونه اخلي. په (distal phalanx) کې نوکان دي او (proximal phalanx) هر هډوکی د رغوي له (metacarpal bone) هډوکي سره مفصل شوی وي. د ګوتو منځني هډوکي دوه مفصلونه لري. د پښې او لاس په ګټو ګوتو کې د ګوتې منځنی هډوکی نشته.
Uterine vein – د ځلانځ ورید

Uterine vein – د ځلانځ ورید

ټولې لیکنې
د ځلانځ ورید د ښځې تناسلي غړي ته نږدې د وینې د رګونو یو ګروپ ته رجوع کوي. د (uterine venous plexus) رګونو برخه ګڼل کیږي. په (plexus) کې د وینې جریان سره مرسته کوي. د (uterine plexus and uterine vein) وریدونه د ځلانځ له څنګونو بهر راوځي او له واجینا سره په مجاورت کې پراته دي. له ځلانځ څخه زړه ته وینه انتقالوي. کله چې وینه په (uterine plexus) رګونو کې دوران ترسره کړي نو د د ځلانځ ورید (Uterine vein) له لارې تخلیه کیږي.   د ځلانځ په هر څنګ کې دوه (Uterine veins) موجود دي. وروسته له (hypogastric vein) وریدونو سره یو ځای کیږي. همداسې له (ovarian vein) سره هم وصل شوی. که چېرې په ورید کې وینه ټینګه شي او د وینې جریان بند شي دې حالت ته د (uterine vein thrombosis) نوم اخلي....
Tensor fasciae latae

Tensor fasciae latae

ټولې لیکنې
له (iliotibial band) څخه لاندې یوه نرۍ عضله ده. دې بېنډ ته (IT band) نوم هم اخلي. د فېشیا (fascia) اوږده شوې ټوټه ده (فېشیا د نښلونکو نسجونو یو ډول) په ورون او زنګون کې واقع ده. دا عضله د خاصرې له لګن سرچینه اخلي، په (condyle of the tibia) کې داخلیږي. د ( superior gluteal nerve) عصب یې تحریکوي او د ورون په مفصل کې د فلېکشن او ابډکشن خوځښت فعالیت ترسره کوي.   - فلېکشن خوځښت (Flexion) دا خوځښت د بدن دوه غړي یو بل ته نږدې کوي لکه د لېچو مټې ته نږدې کول. - ابډکشن خوځښت (abduction) د یو غړي د بدن د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته خوځول. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر دی.   دا چاره پښو ته اجازه ورکوي چې یوه پښه له بلې مخکې کېښودل شي لکه قدم وهلو کې چې یوه پښه له بلې مخکې ایښودل کیږي. همداسې زنګنونو ته د څنګ په څنګ ثبات وړتیا ورکو...
Trigeminal Nerve

Trigeminal Nerve

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي پنځم یې (Trigeminal) عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې (Trigeminal) عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve V) نوم هم اخلي.   د (Trigeminal) عصب د سر د کوپړۍ په عصابو کې تر ټولو غټ عصب دی. عمومي دنده یې پوستکي ته، سینوسونو او مخاطي غشاګانو ته په مخ کې حسي مالومات لېږدونه ده. د زنې عضلاتو ک...
Pituitary Gland

Pituitary Gland

ټولې لیکنې
د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو کې ګډون دی.   واړه مرغړ دي، هګۍ ته ورته شکل لري، د پوزې شاته د انسان د مغز لاندې برخه کې موقیعت لري، له هیپوتالاموس (hypothalamus) سره صل دي. په مغز کې هیپوتالاموس (hypothalamus) د مغز یوه وړه برخه ده او د بدن د فعالیت د توازن په کنټرول کې اړین رول لري. له (Pituitary gland) چې کوم هورمون ترشح کیږي هم یې د مغز همدا برخه کنټرول کوي.   د (Pituitary) مرغړي په دوه برخو وېشل شوي وروستۍ نرمۍ او مخکینۍ نرمۍ (anterior and posterior lobes)   مخکینۍ نرمۍ (Anterior lobe) د دې مرغړي مخکینۍ نرمۍ له مختل...
د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

ټولې لیکنې
د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ او واړه وي، د خاصره لګن پای (pubic arch) هم په نر کې د ښځې په پرتله کوچنی وي. د ورانه د مفصل درې هډوکي لري او کله چې انسان وده کوي د وخت له تېرېدو سره خپله کې فیوز کیږي. د درېواړو نومونه او لنډه تشرېح لاندې وګورئ : Ilium د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده Ischium د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي Pubis د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون...
Seminal vesicles – د منیو کیسې

Seminal vesicles – د منیو کیسې

ټولې لیکنې
کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې له درې مختلفو طبقو جوړ شوی وي لاندې هره طبقه وګورئ :   - لنده داخلي طبقه په دې طبقه کې ځانګړې حجرې موجودې دي کومې چې د منیو د کیسې مایع تولیدوي - منځنۍ طبقه د عضلې له نرم نسج څخه جوړه وي - بهرنۍ طبقه او له نښلونکي نسج څخه جوړه وي   د منیو د کیسې یوه برخه او (vas deferens) سره یو ځای کیږي ترڅو د منیو د انزال تونل (ejaculatory duct) جوړ کړي. د منیو د انزال پر وخت د نرمې عضلې برخه انقباض کوي یا ځان غونډوي او مني د انزال کانال ته داخلوي. د دې کیسې دنده د مایع تولید او د همدې مایع ذخیره کول دي کوم چې ممکن په منیو تبدیل شي. په دې ...
Diaphragm  –  دیافراګم

Diaphragm – دیافراګم

ټولې لیکنې
حجاب حاجز یا دیافراګم د ساه اخیستنې په بهیر کې کارېدونکې عضله ده. ګنبزې ته ورته شکل لري. د زړه او سږو لاندې وي. کله چې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی دا پرده په دوامداره توګه انقباض کوي. اسکلیټي عضله ده د سینې په بیخ کې ښکته شوې او سینه له ګېډې جلا کوي. کله چې ساه اخلی او بهر یې باسی نو پړسیږي او بېرته داخل ته کوزیږي. د ساه اخیستنې له بهیر پرته نورې دندې هم لري، د ګېډې فشار زیاتوي تر څو د کانګو، ادرارو او فضله موادو مخه ډب کړي. همداسې له مرۍ سره مرسته کوي چې د اسیدو د بېرته ګرزونې مخه ډب کړي. له مرۍ څخه د (phrenic nerve) عصب دیافراګم ته غزېدلی او همدا عصب یې خوځښت یا حرکت کنټرول کوي. دیافراګم کې درې پرانیستې موجودې دي د همدې پرانیستو له لارې ځینې جوړښتونه د ګېډې او سینې ترمنځ تېر شوي. درېواړه پرانیستې یې لاندې وګورئ : Esophageal opening له دې پرانیستې مری او واګوس عصب تېر شو...
Vagus Nerve – واګوس عصب

Vagus Nerve – واګوس عصب

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي. که واګوس عصب ستونزه پیدا کړي د یوې بریښنایي الې په ذریعه تحریک کیږي. دا اله د (epilepsy) او ډېپرېشن د ځینو حالتونو درملنه هم کوي. د واګوس عصب د تحریک لپاره د سینې د...
Jejunum – جوجونم

Jejunum – جوجونم

ټولې لیکنې
وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه اخلي.   له معدې څخه چې کله خواړه د وړې کلمې (duodenum) برخې ته ولاړ شي نو دې برخه کې د لوز المعدې یا د پانقراص انزایمونه او په ځیګر کې د تولید شوې صفرا په مرسته خوځښت کوي او د کلمې جوجونم برخې ته داخلیږي. جوجونم د وړې کلمې له پنځه برخو دوه برخې جوړوي. د جوجونم عمومي دنده د اړینو خوړو لکه د بورې، غوړو اسیدو او امینو اسیدو جذب دی. د کلمې څپو ته ورته بې اختیاره خوځښت ته د کوم په مرسته چې خواړه په کلمو کې حرکت کوي (Peristalsis) وایي، په جوجونم کې دا خوځښت ځواکمن او چټک دی.   د وړې کلمې په کومه برخه کې چې جوجونم پیل...
Vagina – واجینا

Vagina – واجینا

ټولې لیکنې
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي.   په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده.   واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or intr...
Lungs – سږي

Lungs – سږي

ټولې لیکنې
سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. د بدن د هر غړي ټولې حجرې اکسیجن ته اړتیا لري تر څو ژوندۍ پاتې شي. همداسې ستاسې بدن دې ته اړتیا لري چې له کاربن ډایوکسایډ څخه ځان کړي. کله چې حجرې هره ورځ خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکوي نو د کاربن ډایوکسایډ ګاز د اضافي ګاز په توګه یا زیاتي تولید په توګه تولیدوي. کله چې تاسې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی نو د اخیستلو پر وخت اکسیجن له نورو ګازونو سره د مخلوط په توګه او د ساه وېستلو پر وخت ګاربن ډایوکسایډ بهر باسی.   سږي سپنجي، ګلابي رنګه غړي دي، ښی اړخ ېې له درې نرمیو جوړ وي او چپ اړخ یې یوازې له دوه نرمیو جوړ وي کوم چې زړه ته خونه هم جوړوي. سږي د (trachea) په پای کې پیل کیږي کوم چې د هوا تونل دی او سږو ته هوا داخلوي او له سږو یې بېرته بهر باسي. هر سږی یو تونل لري کوم ته چې د (bronchus) نوم اخلي او سږي له (trachea) سره وصل کوي. د سږو دوه تونلونه د Y ...
Frenum  – په خوله کې غشایي چین

Frenum – په خوله کې غشایي چین

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.   په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :   یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.   بل ډول ته یې (Labia...
Share
Hide Buttons