Tag: د عامې مقالې اجزا

د مقالې لیکل

د مقالې لیکل

ټولې لیکنې
د عامې مقالې اجزا ۱ - موخه : مخاطب کېدنه / د یوې پوښتنې ځواب   ۲ - مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.   ۳ - د متن په اړه مالومات : د مقالې پیل باید په یوه مقدماتي جمله وي تر څو لوستونکی په دې پوه شي چې لیکنه مو د څه په اړه ده. دا جمله ممکن د موضوع تعریف وي، ممکن د موضوع اړین ټکي وي، ممکن داسې جمله وي چې لوستونکی د لیکنې لوستلو ته هڅوي، له موضوع سره تړاو لرونکی متل او یا وینا وي، ممکن د لیکنې د متن یوه اړینه برخه وي.   ۴ - موخه : په دې برخه کې باید دا ولیکل شي چې ولې مو مقاله لیکلې د لیکلو موخه مو پکې روښانه کړئ. یوه بېلګه " د جنین د سقط یا اولاد لرې کولو په اړه مو نظر څه دی ؟ " نو که ستاسې مقاله د جنین د سقط په اړه وي په دې برخه کې مو باید د همدې پو...
Share
Hide Buttons