Tag: سندرغاړي

نغمه

نغمه

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې نغمه ښاپېرۍ دی. په ۱۹۵۹ کې د افغانستان په کندهار ولایت کې زېږېدلې. د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې یې د هنر لمړۍ چارې خپرې شوې. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې او د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې نغمه او پخوانی میړه یې منګل د پښتو ژبې دوامداره سندرې ویونکي سندرغاړي وو. د نغمې ډېرې سندرې پښتو دي خو یو څو سندرې په دري ژبه هم لري. په افغانستان او پښتونخوا کې یې ډېرو خلکو میوزیک اورېده. اوسمهال یې عمر ۶۱ کاله دی.   د پلار نوم یې سید سلیمان شاه او د مور نوم یې مشاله دی. پنځه ورونه او دوه نورې خویندې لري. په ټولو ورونو او خویندو کې مشره نغمه ده. کله چې نغمه د ۵ کالو وه پلار یې مړ شو. په کم عمرۍ کې یې له میوزیک سره مینه پیدا شوه او په ۱۶ کلنۍ کې له خپل تره سره د میوزیک لپاره کابل ته ولاړه. کابل کې یې په رابعه بلخي لیسه کې له نورو انجونو سره سندرې ویل پیل کړل او خپلو زده کړو ته یې ادامه ورکړه. مخکې ت...
عزیز هېراوي

عزیز هېراوي

ټولې لیکنې
په ۱۹۵۲ کې د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی. د افغانستان داسې هنر مند دی چې په دوتار او رباب غږونه کې خورا ښه وړتیا لري. کله چې د ۷ کالو وو په لمړي ځل یې د دوتار غږ واورېده او یوه ورځ په کور له خپل خادم څخه یې وغوښتل چې له شپونکي دوتار ورته وپېري. کله یې چې دوتار پیدا کړ د زده کړې لپاره به یې د شپې تر ناوخته تر هغو انتظار کوه تر څو یې پلار ویده شي او بیا به په توره تیار کې د ګیتار د زده کړې لپاره بهر تله. هېراوي اوس ۵۷ کلن دی او د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په سکرمېنتو کې ژوند کوي. له ۱۹۸۵ څخه شمالي کلیفورنیا ته کډوال شوی او تر اوسه یې زیات البومونه ثبت کړي. میوزیک یې د هندي او فارسي میوزیک ترکیب دی خو د میوزیک طرز یې هراتی دی....
استاد بېلتون

استاد بېلتون

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې مومن خان بېلتون وو. د کابل ولایت پښتون سندر غاړی وو. د خاک جبار ولسوالی په چکري کلي کې پیدا شوی خو د ژوند ډېره برخه یې په لوګر ولایت کې تېره کړې. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د سندرو طرز یې د کابل خرابات میوزیک منعکس کړی. پلار یې له پیدا کېدو مخکې مړ شوی، په کم عمر کې یې مور هم مړه شوه او په لوګر ولایت کې یې یوې خور لوی کړی. په ۱۵ کلنۍ کې یې په سندرو ویلو پیل وکړ او لمړۍ سندره یې پښتو او دري وه. تقریبا ۷۰ کاله یې د هنر په ډګر کې تېر کړل او د ۹۵ کالو په عمر کابل کې مړ شو....
بخت زمینه

بخت زمینه

ټولې لیکنې
بخت زمینه د کونړ ولایت سندر غاړې وه. کله یې چې میوزیک د خپل مسلک په توګه وټاکه نو له کونړ څخه کابل ولایت ته ولاړه. سیمه ایز او پاپ میوزیک سره یې سندرې ویلې. ښکلا او غږ یې په وخت کې ساری نلره. کله یې چې ای سربازه یاره خیژه په مورچل باندې سندره وویله نو مجایدینو ترور کړه. د لسګونو کلونو لپاره رسنیو د سیاسي لاملونه لپاره هېره کړې. ځینې سندرو یې د افغانستان د رژیم ملاتړ کوه او له همدې امله په ۱۹۸۰ کې د نامعلومه کس لخوا په کابل کې ووژل شوه.   سندرې اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې ما له تا جدا کوینه یاره غمجن به شې زما خوږه جانانه بې دلداره مې زما د مینې یاره راشه راشه خلقي اختر دی مزه دار پښتو ټپې خایسته ځان مې جوړ کړی...
استاد اولمیر

استاد اولمیر

ټولې لیکنې
د ۱۹۳۱ کال د مې میاشت په ۸ نېټه د پښتونخوا په پیښور کې زېږېدلی او د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه په کابل کې مړ شوی. د افغانستان د پښتو ژبې سندرغاړی، کمپوزر او شاعر وو. په کم عمرۍ کې یې له مختلفو کسانو د میوزیک زده کړه کړې او وروسته یې د راډیو د خپرونو لپاره سندرې ویلې. لمړۍ سندره یې په ۱۸ کلنۍ کې ویلې، د سندرې نوم یې زړه مې ټوټې شو دی. د پښتو نامتو شاعر ملنګ جان په مرسته یې د افغانستان راډیو ته لار پیدا کړه او د افغانستان له راډیو یې سندرې خپرېدل پیل شول. استاد اولمیر تقریبا له ۲۵۰ زیاتې سندرې لري، ډېرې سندرې یې خپله کمپوز کړي. وروسته د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت د استاد لقب ورکړ. په ډېرو سندرو کې یې د وطن پرستۍ احساس هم شته....
اریانا سعید

اریانا سعید

ټولې لیکنې
د ۱۹۸۵ کال د جولای په ۱۴ نېټه په کابل کې زېږېدلې. اوس په ۲۰۲۰ کې ۳۵ کلنه ده. د افغانستان سندرې لیکونکې، سندرې ویونکې او تلویزیوني شخصیت دی. په دواړو پښتو او دري ژبو سندرې وایي. د افغانستان د پېژندل شوو هنرمندانو په نوملړ کې ده. یوازینۍ افغان سندرغاړې چې له افغانستان بهر او په داخل کې یې ډېر کنسرټونه د بشر دوستانه مرستو په موخه ترسره کړي. په ۱ تلویزیون او طلوع تلویزیون کې د میزبان رول هم لري. په ۲۰۱۸ کې یې له خپل مدیر حسیب سعید سره کوژدن وکړه. د نادیه ندیم په نامه یوه خورزه یې د افغانستان د ښځو په فوټبال ټیم غړې ده.   د اریانا سعید پلار پښتون او مور یې دري ژبې ده. کله چې د ۸ کالو وه مور پلار یې پاکستان ته کډوال شو او له پاکستان څخه سویس ته کډوال شو. اوسمهال له خپلې مور او خپلوانو سره د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي. په ۱۲ کلنۍ کې یې د میوزیک زده کولو لپاره داخله وکړه او له میوز...
احمد ظاهر

احمد ظاهر

ټولې لیکنې
د ۱۹۴۶ کال د جون میاشتې په ۱۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۴ نېټه مړ شوی. د افغانستان کمپوزر او سندرو لیکونکی وو. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د افغانستان په تاریخ کې احمد ظاهر لمړی سندر غاړی وو چې د هرې طبقې، عمر، ژبې او سیمې خلکو یې په افغانستان کې سندرې اورېدلې. سره له دې چې د افغانستان د پاپ او راک مخکښ وو په نور هر ډول میوزیک کې یې خپل هنر تر اورېدونکو رسولی په دې کې هندی کلاسیک، ایرانی، پښتو، قطغني، لوګری او رومانتیک میوزیک شامل دي. احمد ظاهر د افغانستان اېلویس ګڼل کیږي. اېلویس د امریکا سندر غاړی او اکټر وو.   احمد ظاهر په لغمان کې زېږېدلی. پلار یې عبد الظاهر په ۱۹۷۱ او ۱۹۷۲ کې د افغانستان د روغتیا وزیر او لمړی وزیر وو. پلار یې له ظاهر شاه سره هم نږدې اړیکې لرلې او د ۱۹۶۴ اساسي قانون کې یې هم لویه ونډه اخیستې. د احمد ظاهر مشره خور ظاهره ظاهر په متحده ایال...
Share
Hide Buttons