Tag: ټاپو

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

ټولې لیکنې
د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو کې اوسېده. یوازې ۳۰ لوی کورونه پکې دي. چار چاپېره یې نور څلور واړه ټاپوګان هم شته د هر یو نوم او مساحت لاندې وګورئ :   ایل کوکو (île cocos) نوم یې فرانسوی دی او کوچني ټاپو ته وایي مساحت یې ۰.۱۷ کیلو متر مربع لې سور (les sœurs) نوم یې فرانسوی دی او مانا یې خویندې ده ۰.۸۴ کیلو متر مربع پوتي سور (petite sœur) مانا یې وړه خور او مساحت یې ۰.۳۴ کیلو متر مربع مارین ټاپو (Marianne Island) مساحت یې ۰.۹۶ کیلو متر مربع...
La Digue – له دیګ

La Digue – له دیګ

ټولې لیکنې
د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي له بندر سره نږدې ژوند کوي. کوم کسان چې ټاپو ته له بهر هیوادونو راځي لمړی باید ویکتوریا ته د هوا له لارې ولاړ شي او له هغې وروسته پراسلین ټاپو ته او له پراسلین په بېړۍ کې له دیګ ټاپو ته سفر وکړي. په ټاپو کې هوایي ډګر نشته. مساحت یې ۱۰۰۸ کیلو متر مربع دی. د ټاپو له یو سر تر بل سره پورې تګ په بایسکیل او پښو دواړو ممکن دی. نوم یې د فرانسې د (Marc-Joseph Marion du Fresne) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په ۱۷۶۸ کې سیشېل ته سفر کړی.   تاریخپوهان وایي چې په لمړي ځل سیمې ته یوه فرانسوي له زار پیکو په ۱۷۴۲ کې په لمړي ځل سفر کړی خو تر ۱۷۶۸ پورې یې ن...
Seychelles – سیشېل

Seychelles – سیشېل

ټولې لیکنې
رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس واقع دي. ختیځ لور ته یې مالدیف او چاګوس د ټاپوګانو ټولګه ده. نفوس یې د افریقا تر ټولو هیوادونو کم دی او ۹۴۳۶۷ وګړي ژوند پکې کوي.   په ۱۶ پېړۍ کې اروپایانو له سیمې ټول خلک په زوره ویستلي وو. په خاوره باندې د فرانسې او انګلستان د ګټو سیالۍ دوام لره خو په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان بشپړ کنټرول پرې ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کې یې له انګلستان څخه ازادي واخیسته او له کرنیز هیواد څخه د بازار پر بنسټ جوړ متنوع اقتصاد لرونکي هیواد باندې بدل شو. د اقتصاد ځانګړنه یې د خدماتو سکتور، عامه سکتور او سیاحت دی. له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه...

Rodrigues – رودریګ ټاپو

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه ایزه شورا پکې واک لري. په ۲۰۱۴ کال یې نفوس ۴۱۶۶۹ وو. وګړي یې اروپایي اصله او افریقایي اصله دوه رګه د موریس تابعیت لرونکي دي. د اقتصاد بنسټ یې کب نیونه، فارمونه، اوبدنه او د سیاحت سکتور جوړوي. د ۱۵۲۸ کال په فېبرورۍ کې یاد ټاپو د پرتګال (Diogo Rodrigues) موندلی وو او له نوم څخه یې د ټاپو نوم هم اخیستل شوی....
Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس دوه ټاپوګان دي. یو یې ۱۲.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۱.۵ کیلو سور لري، بل یې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۴.۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. دا ټاپوګان ښه کوپره او د (Agalega day gecko) ماده لري. یو ټاپو یې د هند پوځ ته په اجاره ورکړی او موخه یې ستراتیژیکه شتمنۍ ده.
St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

ټولې لیکنې
د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي. تر ۲۰ پورې ټاپوګان یې نومونه لري. د دې ټاپوګانو د ټولګې مساحت ۱.۳ کیلومتر مربع دی, له وړو ټاپو ګانو سره لوی ریف تقریبا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. مساحت یې ۱۹۰ کیلو متر مربع دی. په ټول ټاپو کې تر سلو زیات کسان نشته وي او په دې سلو کې هم ډېری کب نیونکي دي او یوازې د کب نیونې لپاره ټاپو ته تګ راتګ کوي. اقتصادي فعالیت یې یوازې کب نیونه ده. له سیاسي مخې د موریس برخه ده. د (Outer Island Development Corporation) لخوا اداره کیږي او د موریس لمړي وزیر ته یې راپور چمتو کیږي....
Mauritius – موریس

Mauritius – موریس

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. نور ټاپوګان یې رودریګ ټاپو، اګالېګا او سنت براندون ټاپو دی. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې پورټ لویس دی او په موریس ټاپو کې واقع دی. لمړی المانیانو په ټاپو کنټرول لره خو په ۱۷۱۰ کې المانیانو پرېښود او په ۱۷۱۵ کې د فرانسویانو لاسته ولویده. د ۱۸۱۴ کال د مې په ۳۰ نېټه فرانسې له انګلستان سره د (Treaty of Paris) تړون لاسلیک کړ او رسما یې موریس انګلستان ته وسپاره. په دې تړون کې فرانسې د ځینو ټاپوګانو نومونه نه وو یاد کړي. په ۱۹۶۵ کې انګلستان چاګوس ټاپوګان له موریس څخه جلا کړل، همداسې یې له سیشل څخه الدبرا، فارکوهار او دېروش ټاپوګان جلا کړل. موخه یې د هند د سمندرګي انګلیس قلمرو جوړونه وه. خلک یې له ټولو جلا شوو جزیرو په زوره ووېستل. د دییګو ګارسیا په نامه تر ټولو لوی ټاپو یې متحده ایالتونو ته په اجاره ورکړ. همداسې د چاګوس جزیرو ته یې د پخوانیو خلکو، د سیلانیانو او د ...
Share
Hide Buttons