Tag: ټاپوګان

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

ټولې لیکنې
د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو کې اوسېده. یوازې ۳۰ لوی کورونه پکې دي. چار چاپېره یې نور څلور واړه ټاپوګان هم شته د هر یو نوم او مساحت لاندې وګورئ :   ایل کوکو (île cocos) نوم یې فرانسوی دی او کوچني ټاپو ته وایي مساحت یې ۰.۱۷ کیلو متر مربع لې سور (les sœurs) نوم یې فرانسوی دی او مانا یې خویندې ده ۰.۸۴ کیلو متر مربع پوتي سور (petite sœur) مانا یې وړه خور او مساحت یې ۰.۳۴ کیلو متر مربع مارین ټاپو (Marianne Island) مساحت یې ۰.۹۶ کیلو متر مربع...
La Digue – له دیګ

La Digue – له دیګ

ټولې لیکنې
د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي له بندر سره نږدې ژوند کوي. کوم کسان چې ټاپو ته له بهر هیوادونو راځي لمړی باید ویکتوریا ته د هوا له لارې ولاړ شي او له هغې وروسته پراسلین ټاپو ته او له پراسلین په بېړۍ کې له دیګ ټاپو ته سفر وکړي. په ټاپو کې هوایي ډګر نشته. مساحت یې ۱۰۰۸ کیلو متر مربع دی. د ټاپو له یو سر تر بل سره پورې تګ په بایسکیل او پښو دواړو ممکن دی. نوم یې د فرانسې د (Marc-Joseph Marion du Fresne) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په ۱۷۶۸ کې سیشېل ته سفر کړی.   تاریخپوهان وایي چې په لمړي ځل سیمې ته یوه فرانسوي له زار پیکو په ۱۷۴۲ کې په لمړي ځل سفر کړی خو تر ۱۷۶۸ پورې یې ن...
Seychelles – سیشېل

Seychelles – سیشېل

ټولې لیکنې
رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس واقع دي. ختیځ لور ته یې مالدیف او چاګوس د ټاپوګانو ټولګه ده. نفوس یې د افریقا تر ټولو هیوادونو کم دی او ۹۴۳۶۷ وګړي ژوند پکې کوي.   په ۱۶ پېړۍ کې اروپایانو له سیمې ټول خلک په زوره ویستلي وو. په خاوره باندې د فرانسې او انګلستان د ګټو سیالۍ دوام لره خو په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان بشپړ کنټرول پرې ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کې یې له انګلستان څخه ازادي واخیسته او له کرنیز هیواد څخه د بازار پر بنسټ جوړ متنوع اقتصاد لرونکي هیواد باندې بدل شو. د اقتصاد ځانګړنه یې د خدماتو سکتور، عامه سکتور او سیاحت دی. له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه...
Island – ټاپو

Island – ټاپو

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (isle) هم وایي. ټاپو داسې وچې ته وایي د کومې چې چار چاپېره اوبه وي. په سمندر کې کوم ټاپوګان چې منځ کې د اوبو تالاب لري د اټول (atoll) په نامه یادیږي. په اټول کې کوچنیو ټاپوګانو ته په انګرېزۍ کې د (islets, skerries, cays or keys) نومونه اخلي. کوم ټاپو چې په سیند یا لویو جهیلونو کې وي په انګرېزۍ کې ورته د (eyot or ait) نومونه اخلي. کوم ټاپوګان چې په سمندر غاړو کې وي د (holm) په نامه یادیږي. رسوبي ټاپو د (chars) نوم اخلي. د ټاپوګانو جیولوجیکي یا جغرافیایي ګروپ ته (archipelago) نوم اخلي.   ځینې ټاپوګانو ته هوایي پلونه جوړ شوي لکه سنګاپور، کازوې او ځینې د المان دلتا ټاپوګان. د ځینې ټاپوګانو تر منځ واټن ډک شوی او له وچې سره نښلول شوي خو تر اوسه د ټاپو په نامه یادیږي لکه د کوونې او کورونادو ټاپوګان. د ځینو وچې سیمې برخې په کانال جلا شوي او د ټاپو شکل یې اخیستی لکه د پ...
Share
Hide Buttons