Tag: اروا پوهنه

پیاوړی شخضیت

پیاوړی شخضیت

اروا پوهنه
د شخصي ودې د ډېرو کورسونو لویه برخه پیاوړی شخصیت جوړونه ده. پیاوړی شخصیت خورا زیات اړخونه لري او له همدې امله یې تعریف اسانه چاره نده. پیاوړی شخصیت یو بهیر دی، د وړتیاو ټولګه ده، د چلند طریقه ده. هر انسان د ژوند د هر څه کولو لپاره پیاوړي شخصیت ته اړتیا لري. تر څو مثبتې او تولیدي اړیکې پرې جوړې کړي.   د پیاوړي شخصیت جوړونه یو سفر دی لاندې یې وګورئ : - ځانته له کم احترام څخه د ځانته احترام لرلو په لور - په ځان د باور نلرلو څخه په ځان د باور لرلو په لور - زه وړتیا نلرم باندې له باور څخه زه وړتیاوې لرم باور په لور - خلک له ماسره مینه نلري باندې له باور څخه زه د خلکو خوښ کس یم په لور - په هر څه کې په نورو له تکیې یا اتکا څخه د خپلواکۍ په لور - له لټي او نا راستي څخه د فعالیت په لور - د نورو له اطاعت څخه د خپلې خوښې په لور - له نیوکو کوونکو سره ل...
تحریکونکی، عکس العمل او غبرګون

تحریکونکی، عکس العمل او غبرګون

ټولې لیکنې
یو عکس العمل یو هڅونکي یا تحریکونکي ته غبرګون دی. په ساده حالتونو کې غبرګون عضلاتي خوځښت دی. هڅونکی یا تحریکونکی هر هغه ځواک یا عامل دی چې یو کس غبرګون ته اړ باسي. که چېرې تاسې یو ناڅاپه غږ وکړی ستاسې غږ تحریکونکی دی او د عضلو انقباض مو غبرګون دی. که چېرې تاسې د یو خپل نږدې ملګري انځور ووینئ او په ژړا شی انځور تحریکونکی دی او ستاسې اوښکې بهېدنه غبرګون دی.
د زهن کارولو وړتیا

د زهن کارولو وړتیا

د غوییزو نسلونه
۱ - د ټولو انسانانو مغز یو لوی ځواک دی خو یوازې یو څو یې کاروي ؛ ۲ - هر انسان د خلاقیت وړتیا لري، د هوښیار فکر وړتیا لري ؛ ۳ - مغز د حافظې، تصور کولو، نوښت او خلاقیت سرچینه ده.   ډېری خلک په دې وخت ضایع کوي چې د فکر کولو وړتیا ځان کې اضافه کړي. ځینې کسان فکر کوي چې د فکر کولو وړتیا طبیعي ده او له پیدا کېدو سره په ځینو کسانو کې موجوده وي او د نړۍ تر ټولو لوی فکر کوونکو طبیعي وړتیا لرله. خو اوسنۍ څېړنې ښي چې د هر انسان مغز لویه وړتیا لري او کله چې د ژوند له ستونزو سره مخ کیږو دا لویه پټه وړتیا کاروو.   کله چې انسان ارام کوي په دې وخت کې د بدن لخوا د تولید کېدونکې انرژي پنځمه برخه مغز اخلي، په دې اندازه انرژي په دوامداره توګه د لګېدونکي ۲۰ واټه ګروپ سره مساوي ده. مغز تقریبا له ۱۰۰ بیلیونه حجرو جوړ وي، هره حجره له نورو ۱۰۰۰ مغزي حجرو سره وصل کیږي او د ټولو حجرو شم...
اروا پوهنه د ساینس په توګه

اروا پوهنه د ساینس په توګه

اروا پوهنه
اروا پوهان په مختلفو ځایونو کې دندې لري، د څېړنو لپاره مختلفې طریقې کاروي خو ټول بیا خپله کې ګډ یو څه لري او هغه په ساینسي طریقې تکیه ده. د څېړنو اروا پوهان د چلند د لاملونو پیدا کولو لپاره ساینسي طریقې کاروي. خو کوم اروا پوهان چې په ښونځیو، کلینیکونو، روغتونونو، صنعتي ادارو کې کار کوي د څېړونکو اروا پوهانو څېړنې کاروي تر څو د نورو کسانو ژوند کې ستونزو ته د حل لارې ولټوي. پورته دواړه ډوله اروا پوهان باید د اروا پوهنې په ساینس پوه وي. ټول انسانان غواړي د نړۍ د هر څه په اړه پوښتنه وکړي، ټول انسانان غواړي د خپلې پوهې له کچې سره برابر پوښتنې ځواب کړي، ټول انسانان غواړي په دې پوه شي چې پېښې ولې کیږي، کله پېښې کیږي او بیا به هم وشي او که نه ؟ دا ډول پوښتنې او ځوابونه مونږ ته د خپل او د نورو دچلند په اړه د وړاندوینې وړتیا راکوي. له همدې امله هر کس یو ډول څېړونکی ساینس پوه دی، هر کس څېړنې پیل ک...
Share
Hide Buttons