
Hanfu – د چین هنفو جامې
هنفو د چین تاریخي جامې دي د کینګ له کورنۍ (Qing dynasty) مخکې هن (Han) خلکو یا قوم اغوستلې. پخوانی ډیزاین یې د جامو له پاسه چپنې ته ورته جامه وه او د چپنې لاندې چین لرونکی کمیس وو. وروسته په دې جامه کې د ورېښمو ډیزاین زیات شو او د چین دا کلتوري جامې د نړۍ په نورو سیمو کې هم واغوستل شوې. د ویتنام او جاپان په ( Japanese kimono, yukata, and the Vietnamese Áo giao lĩnh) کلتور کې یې هم ځای پیدا کړ.
په دې جامو کې د ډیزاین ترتیب یې د چین له نورو کلتوري جامو په توپیر کې مرسته کوي. دې جامو ته تر ټولو ورته جامې د چین د مانچو خلکو جامې دي په اوس وخت کې د هنفو جامو عصري شوې بڼې ته (qipao) نوم هم اخلي او ښځې یې اغوندي. د مانچو او هنفو ترمنځ توپیر لاندې وګورئ
په هنفو جامه کې د جامو له پاسه اغوستل کېدونکې جامه د (yi) په نامه یادیږي لوی چین لري او جامه هم ازاده وي.
په مانچو (m...