Tag: Zakria Rahimi

اداري وړتیاوې

اداري وړتیاوې

اروا پوهنه
ډیری خلک ګمان کوي چې اداره کاغذ پراني ده، د فرمان او د دستورونو صادرونه ده، د کړنو کم ابتکار او یو څو وړتیاو ته اړتیا لري. په قاموس کې مدیر داسې کس ته ویل شوی چې د عامه چارو یا سوداګرۍ مدیریت کوي، فعالیتونه او سرچینې تنظیم کوي. ډیری خلک له همدې لنډ تعریف څخه په ذهن کې د ادارې لوی انځور جوړوي.   ناظر یا سوپروایزر څوک دی ؟ سوپروایزر هغه مدیر دی څوک چې : - د خپل لاس لاندې کار کوونکو سره یو ځای کار کوي ؛ - هغو کسانو ته کاري لارښوونه کوي چې په مستقله توګه یوه چاره پر مخ وړي.   سوپروایز مختلفې دندې لري. ممکن د بودیجې چمتو کوونه یې دنده وي، ممکن پلان جوړونه او د تکتیکي ستونزو هوارونه یې دنده وي، ممکن په نورو کار کوونکو باندې ناظر وي.   د سرچینو مدیریت یو مدیر د مختلفو سرچینو مدیریت په غاړه لري او دا دنده د خپل ټیم له همکارۍ او ګډون پرته نشي ترسره ...
پیاوړی شخضیت

پیاوړی شخضیت

اروا پوهنه
د شخصي ودې د ډېرو کورسونو لویه برخه پیاوړی شخصیت جوړونه ده. پیاوړی شخصیت خورا زیات اړخونه لري او له همدې امله یې تعریف اسانه چاره نده. پیاوړی شخصیت یو بهیر دی، د وړتیاو ټولګه ده، د چلند طریقه ده. هر انسان د ژوند د هر څه کولو لپاره پیاوړي شخصیت ته اړتیا لري. تر څو مثبتې او تولیدي اړیکې پرې جوړې کړي.   د پیاوړي شخصیت جوړونه یو سفر دی لاندې یې وګورئ : - ځانته له کم احترام څخه د ځانته احترام لرلو په لور - په ځان د باور نلرلو څخه په ځان د باور لرلو په لور - زه وړتیا نلرم باندې له باور څخه زه وړتیاوې لرم باور په لور - خلک له ماسره مینه نلري باندې له باور څخه زه د خلکو خوښ کس یم په لور - په هر څه کې په نورو له تکیې یا اتکا څخه د خپلواکۍ په لور - له لټي او نا راستي څخه د فعالیت په لور - د نورو له اطاعت څخه د خپلې خوښې په لور - له نیوکو کوونکو سره ل...
د مقالې لیکل

د مقالې لیکل

ټولې لیکنې
د عامې مقالې اجزا ۱ - موخه : مخاطب کېدنه / د یوې پوښتنې ځواب   ۲ - مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.   ۳ - د متن په اړه مالومات : د مقالې پیل باید په یوه مقدماتي جمله وي تر څو لوستونکی په دې پوه شي چې لیکنه مو د څه په اړه ده. دا جمله ممکن د موضوع تعریف وي، ممکن د موضوع اړین ټکي وي، ممکن داسې جمله وي چې لوستونکی د لیکنې لوستلو ته هڅوي، له موضوع سره تړاو لرونکی متل او یا وینا وي، ممکن د لیکنې د متن یوه اړینه برخه وي.   ۴ - موخه : په دې برخه کې باید دا ولیکل شي چې ولې مو مقاله لیکلې د لیکلو موخه مو پکې روښانه کړئ. یوه بېلګه " د جنین د سقط یا اولاد لرې کولو په اړه مو نظر څه دی ؟ " نو که ستاسې مقاله د جنین د سقط په اړه وي په دې برخه کې مو باید د همدې پو...
د زهن کارولو وړتیا

د زهن کارولو وړتیا

د غوییزو نسلونه
۱ - د ټولو انسانانو مغز یو لوی ځواک دی خو یوازې یو څو یې کاروي ؛ ۲ - هر انسان د خلاقیت وړتیا لري، د هوښیار فکر وړتیا لري ؛ ۳ - مغز د حافظې، تصور کولو، نوښت او خلاقیت سرچینه ده.   ډېری خلک په دې وخت ضایع کوي چې د فکر کولو وړتیا ځان کې اضافه کړي. ځینې کسان فکر کوي چې د فکر کولو وړتیا طبیعي ده او له پیدا کېدو سره په ځینو کسانو کې موجوده وي او د نړۍ تر ټولو لوی فکر کوونکو طبیعي وړتیا لرله. خو اوسنۍ څېړنې ښي چې د هر انسان مغز لویه وړتیا لري او کله چې د ژوند له ستونزو سره مخ کیږو دا لویه پټه وړتیا کاروو.   کله چې انسان ارام کوي په دې وخت کې د بدن لخوا د تولید کېدونکې انرژي پنځمه برخه مغز اخلي، په دې اندازه انرژي په دوامداره توګه د لګېدونکي ۲۰ واټه ګروپ سره مساوي ده. مغز تقریبا له ۱۰۰ بیلیونه حجرو جوړ وي، هره حجره له نورو ۱۰۰۰ مغزي حجرو سره وصل کیږي او د ټولو حجرو شم...
Trigeminal Nerve

Trigeminal Nerve

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي پنځم یې (Trigeminal) عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې (Trigeminal) عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve V) نوم هم اخلي.   د (Trigeminal) عصب د سر د کوپړۍ په عصابو کې تر ټولو غټ عصب دی. عمومي دنده یې پوستکي ته، سینوسونو او مخاطي غشاګانو ته په مخ کې حسي مالومات لېږدونه ده. د زنې عضلاتو ک...
Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

Pituitary Gland – پیتویټري مرغړی

طب
د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو کې ګډون دی. واړه مرغړي دي، هګۍ ته ورته شکل لري، د پوزې شاته د انسان د مغز لاندې برخه کې موقیعت لري، له هایپوتالاموس (hypothalamus) سره وصل دي. په مغز کې هایپوتالاموس د مغز یوه وړه برخه ده او د بدن د فعالیت د توازن په کنټرول کې اړین رول لري. له پیتویټري مرغړي چې کوم هورمون ترشح کیږي هم یې د مغز همدا برخه کنټرول کوي. د پیتویټري مرغړي په دوه برخو وېشل شوي وروستۍ نرمۍ او مخکینۍ نرمۍ (anterior and posterior lobes) مخکینۍ نرمۍ (Anterior lobe) د دې مرغړي مخکینۍ نرمۍ له مختلف ډوله حجرو جوړه شوې او مختلف ډوله هورمونونه تولیدوي...
د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

طب
د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ او واړه وي، د خاصره لګن پای (pubic arch) هم په نر کې د ښځې په پرتله کوچنی وي. د ورانه د مفصل درې هډوکي لري او کله چې انسان وده کوي د وخت له تېرېدو سره خپله کې فیوز کیږي. د درېواړو نومونه او لنډه تشرېح لاندې وګورئ : Ilium د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده Ischium د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي Pubis د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون...
Seminal vesicles – د منیو کیسې

Seminal vesicles – د منیو کیسې

طب
کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې له درې مختلفو طبقو جوړ شوی وي لاندې هره طبقه وګورئ :   - لنده داخلي طبقه په دې طبقه کې ځانګړې حجرې موجودې دي کومې چې د منیو د کیسې مایع تولیدوي - منځنۍ طبقه د عضلې له نرم نسج څخه جوړه وي - بهرنۍ طبقه او له نښلونکي نسج څخه جوړه وي   د منیو د کیسې یوه برخه او (vas deferens) سره یو ځای کیږي ترڅو د منیو د انزال تونل (ejaculatory duct) جوړ کړي. د منیو د انزال پر وخت د نرمې عضلې برخه انقباض کوي یا ځان غونډوي او مني د انزال کانال ته داخلوي. د دې کیسې دنده د مایع تولید او د همدې مایع ذخیره کول دي کوم چې ممکن په منیو تبدیل شي. په دې ...
Vagus Nerve – واګوس عصب

Vagus Nerve – واګوس عصب

ټولې لیکنې
د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو خوځښت او د ځینو مرغړیو فعالیت کنټرول کوي. کوم چې حسي مالومات مغز ته لېږدوي دندې ته یې (sensory functions) وېل کیږي او کوم چې عضلات او د مرغړیو فعالیت کنټرول کوي دندې ته یې (motor functions) نوم اخیستل کیږي. په دې عصابو کې ځینې دواړه دندې پر مخ وړي. د سر د کوپړۍ عصاب د موقیعت له مخې په رومي اعدادو ښودل شوي. د سر د کوپړۍ په عصابو کې واګوس عصب ته په انګرېزۍ کې (cranial nerve X) نوم هم اخلي لنډیز یې (CN X) لیکل کیږي. که واګوس عصب ستونزه پیدا کړي د یوې بریښنایي الې په ذریعه تحریک کیږي. دا اله د (epilepsy) او ډېپرېشن د ځینو حالتونو درملنه هم کوي. د واګوس عصب د تحریک لپاره د سینې د...
Jejunum – جوجونم

Jejunum – جوجونم

طب
وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه اخلي.   له معدې څخه چې کله خواړه د وړې کلمې (duodenum) برخې ته ولاړ شي نو دې برخه کې د لوز المعدې یا د پانقراص انزایمونه او په ځیګر کې د تولید شوې صفرا په مرسته خوځښت کوي او د کلمې جوجونم برخې ته داخلیږي. جوجونم د وړې کلمې له پنځه برخو دوه برخې جوړوي. د جوجونم عمومي دنده د اړینو خوړو لکه د بورې، غوړو اسیدو او امینو اسیدو جذب دی. د کلمې څپو ته ورته بې اختیاره خوځښت ته د کوم په مرسته چې خواړه په کلمو کې حرکت کوي (Peristalsis) وایي، په جوجونم کې دا خوځښت ځواکمن او چټک دی.   د وړې کلمې په کومه برخه کې چې جوجونم پیل...
Vagina – واجینا

Vagina – واجینا

طب
په عربي کې ورته مهبل نوم اخلي کوم چې پښتو او فارسي کې هم کاریږي. ډېری خلک د ولوا (vulva) او واجینا (vagina) تر منځ توپیر نکوي. ولوا د ښځې د تناسلي الې بهرنۍ برخې یا شونډو او د شونډو منځ ته وایي او واجینا عضلاتي کانال دی او د ښځې د تناسلي الې له خولې د ځېلانځ تر خولې پورې وي. په ولوا کې (labia) شامله ده کومه چې د ولوا د چین یا تاو شوو برخو داخل او بهر دی، د واجینا خوله (vagina opening) شامله ده، ولوا پاسه برخه کې (clitoris) وي کوم چې ولاړ یا نېغ شکل لري، یورېترا او یا د ادرارو بهر ته غورزونکي کانال (urethra) خوله شامله ده. واجینیا عضلاتي کانال دی کوم چې په عصبي رګونو او مخاطي غشا استر شوی. ځېلانځ او د رحم خوله سره وصل کوي او د میاشتینۍ ناروغۍ، نر سره جنسي اړیکې نیونې او اولاد زېږونې کې مرسته کوي. د واجینا خولې ته (vagina opening) نوم اخلي د (vaginal vestibule or introitus) په نامه هم ...
Frenum  – په خوله کې غشایي چین

Frenum – په خوله کې غشایي چین

طب
په انګرېزۍ کې ورته (frenulum) نوم هم اخلي. د خولې پاسه او لاندې برخه کې او همداسې د دواړو شونډو د بیخ او ووریو ترمنځ د نرمو نسجونو پردې ته ورته شکل دی. د ژبې لاندې هم موجوده ده. په هر کس کې یې ډبلوالی او اوږدوالی توپیر لري. که چېرې وینې شي زیاته وینه ترې بهیږي خو د وینې کېدو پر وخت که خوله پاکه وساتل شي نو کومې درملنې ته اړتیا نلري. که چېرې څو ځلې پرې یا وینې شي نو ممکن د غاښونو ډاکټر یا د خولې جراح یې د عملیات له لارې پرې کړي او دې ډول عملیات ته په انګرېزۍ کې (frenectomy) نوم اخلي.   په خوله کې دوه ډوله غشايي چین موجود دی :   یو ډول ته (Lingual frenum) نوم اخلي دا پردې د ژبې د لاندې خوا بیخ د خولې له سطحې سره وصل کوي. که چېرې شخه شي یا ونیول شي د ژبې نیول کېدنه یا غوټه کېدنه (tongue tie) ورته وایي او دا حالت د ژبې پر خوځښت اغیز کوي.   بل ډول ته یې (Labia...