Taricha – تاریچا
د تریتون نسل دی. بې کچې زیات زهرجن څلور ډولونه پکې شامل دي. په عامه ژبه کې ورته د ارام سمندر تریتون نوم اخلي، ځینې خلک یې د لوېدیځ تریتون په نوم هم یادوي. څلور واړه ډولونه یې د ارام سمندر سیمه کې د الاساکا له سوېل تر د کلیفورنیا سوېل پورې پیدا کیږي.
دوه ډولونه یې چې یو یې د کلیفورنیا تریتون دی او بل یې د زېږ پوستکي تریتون دی ډېر سره ورته والی لري او له یو بل سره یې توپیر کول اسانه چاره نه ده. د دواړو ډولونو ملا نسواري رنګ کې وي، د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې وي. د دواړو د پوستکي سطحه زیږه وي. د بدن اوږدوالی یې تر اته انچه پورې رسیږي. د کلیفورنیا تریتون غټې سترګې لري او سترګې یې چوغې وي خو د زیږ پوستکي لرونکي تریتون سترګې وړې او پراخې پرانیستې وي. د زیږ پوستکي لرونکي تریتون پاسني غاښونه V ته ورته شکل کې وي خو د کلیفورنیا د تریتون پاسني غاښونه Y ته ورته شکل لري.
د سور ګېډي تریتون د تنې پاسه برخه نسواري وي، د ګېډې رنګ یې سور وي. د بدن اوږدوالی یې تر ۷ انچه پورې رسیږي. له نورو سره یوازې د بدن په رنګ کې توپیر نه لري بلکې د سترګو رنګ یې هم له نورو بدل دی. د نر پوستکی یې د مثل د تولید په موده کې نرمیږي او لکۍ کې یې پراخوالی رامنځته کیږي.
د تاریچا نسل د ټولو ډولونو خواړه واړه بې شمزي دي خو غټان یې کله نا کله په کبانو او د دوه ژواکو په هګیو هم ځان تغذیه کوي. که چېرې ښکاري ژوي برید پرې وکړي نو سملاسي د ګېډې سور یا نارنجي رنګ ورته ښي کوم چې د زهرجن بدن لرلو سګنال دی. ټول ډولونه یې تقریبا د شپې لخوا فعالیت کوي، ډېر وخت په اوبو کې تېروي. د مثل د تولید لپاره اوبو ته ځي. لاروای بچیان یې چې کله اوبو کې وده وکړي او بدن یې بدلون ومومي د کوچني تریتون یا اېفټ په توګه په وچه کې ژوند پیل کوي خو کله چې بشپړ ودې ته ورسیږي د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته ځي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | تاریچا |
ډولونه
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه |
---|---|---|---|
Taricha granulosa | د زیږ پوستکي تریتون | د متحده ایالتونو د لویدیځ سمندرغاړه کې، له سوېل تر سانټا کروز پورې او له شمال تر الاساکا پورې | |
Taricha rivularis | سور ګېډی تریتون | د کلیفورنیا شمال | |
Taricha sierrae | سیرا تریتون | سیرا نوېډا | |
Taricha torosa | د کلیفورنیا تریتون | کلیفورنیا او سیرا نوېډا |