Taxon – د ډلبندۍ ګروپ
جمع یې (taxa) ده. په بیولوجي کې د ژوندیو د یوه یا څو نسلونو ګروپ ته وایي کوم چې ډلبندي کوونکو کتلي وي او یو واحد جوړوي. ډلبندي شوی ګروپ ځانګړی نوم او د ډلبندۍ طبقه لري طبقې یې لکه فایلم، کلاس، ډله، نسل او ډول او بیا دا هر یو خپل ځانګړی نوم لري. ساینسي نوم یې د (nomenclature codes) له مخې ټاکل کیږي. د بوټو او ژو لمړۍ د ډلبندي هڅه په (Linnaeus’s system in Systema Naturae) کې شوې وه کوم چې لس جلده دی او په ۱۷۵۸ کې چاپ شوی.
