Tear gas – د اوښکو بهونکی ګاز

په انګرېزۍ کې ورته (lachrymator agent or lachrymator) نومونه هم اخلي. نوم یې د لاتینۍ ژبې له (lacrima) کلیمې اخیستل شوی او مانا یې اوښکه ده. د خبرو اترو په ژبه کې د (mace) په نامه یادیږي. کیمیاوي وسله ده، په سږو او سترګو کې سخت درد پیدا کوي، پوستکي کې نا ارامي پیدا کوي، او د سترګو لید له منځه وړلای شي. په سترګو کې د اوښکو مرغړي (lacrimal gland) تحریک کوي تر څو اوښکې تولید کړي. د اوښکو بهونکی ګاز مختلف ډولونه لري او له مختلفو توکو جوړ شوی وي څو عام ډولونه یې لاندې یاد شوي :
د مرچو شیندونکی (pepper spray) او سي ګاز دی، پاوا شیندونکې (PAVA spray) پېلارګونیک اسید دي، سي اېس ګاز، سي آر ګاز، سي اېن ګاز، له دې پرته (bromoacetone, xylyl bromide, syn-propanethial-S-oxide) او له پیازو جوړ شوي، همداسې (Mace) په دې کې چې کورنۍ سرکه او ځینې نور توکي مخلوط شوي وي.
 
د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله یوازې په عامو خلکو د بلوا ضد په توګه کاریږي او د جګړې پر وخت پر پوځ د استعمال وړ نده. ځینې نړیوالو تړونونو یې پر خلکو کارونه منع کړې. یوازې په لمړۍ نړیواله جګړه کې وژونکې د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله په خلکو کارېدلې.
 
که چېرې زاړه شي نو په زهري کیمیاوي توکو بدلیدای شي. په وېنزوېلا کې پولیسو په ۲۰۱۴ کې پر خلکو د وخت تېر شوي د اوښکو بهونکې وسلې وکارولې او وروسته څېړنو وښوده چې له وسلو فوزجېن، نایټروجن او سیانید اوکسایډ ازاد شوي کوم چې بې کچې زهري دي.
 
په دې وسلو کې د (bromoacetone or xylyl bromide) ذرې په مایع یا جامد شکل کې موجودې وي (یادې مادې د ګاز شکل کې نه وي). په سترګو، پوزې، سږو او خوله کې پر مخاطي غشاء اغیز کوي او د پرنجېدو، اوښکو بهېدو، ټوخېدو، ساه بندېدو او د لنډ مهال لپاره د سترګو د لید له منځه تلو لامل کیږي. د سي اېس ګاز ټول علایم له ۲۰ تر ۶۰ ثانیو پورې په انسان کې راڅرګندیږي او که چېرې له سیمې بهر ولاړ شي ټول علایم په ۳۰ قیقو کې ښه کیږي. همداسې (pepper spray) سترګو ته سخت زیان اړوي او ټپ هم پکې پیدا کولای شي ترې اغیزمن کس باید سمدلاسه روغتیایي مرسته ترلاسه کړي.
 
د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله یا غېرې زهري وي او یا کمه زهري ځانګړنه لري خو انسان ته مرګونې کېدای هم شي. که چېرې په همدې کارتوس کوم کس ولګيږي د مرګ او یا سخت ټپ خطر لري. په ایران کې یې د ځینو خلکو رګونه پرې کړي، په ځینو نورو هیوادونو کې یې د سر کوپړۍ کې درز پیدا کړی، په ځینو خلکو د عصبي ریښو ټپ لیدلی او د ځینو خلکو د بدن غړي د همدې وسلې له امله پرې شوي.
 
د اوښکو بهونکې وسلې کومه ځانګړې درملنه نلري خو داسې لارې چارې شته چې اغیز یې ژر کمولای شي. لمړی چاره داده چې د لوګي له سیمې تازه هوا ته باید کس ولاړ شي، په لوګي ککړې جامې وباسي، که چېرې عینکې لری نو خپلې عینکې پاکې کړئ، حمام وکړئ او ځانپاکی مو له بل سره مه شریکوئ، سترګې مو په اوبو ومینځئ، که چېرې سي اېس ګاز کارېدلای وي ممکن له اوبو سره مو د سترګو درد زیات شي خو زیان نلري.

Police fighting against anti-Sarkozy with tear gas (487645695)
Bastille 2007-05-06 anti Sarkozy. Image by spaceflattener
Tear gas used against protest in Altamira, Caracas; and distressed students in front of police line
Tear gas, and plastic pellet gunshot used by Venezuela’s National Police against a protest in Altamira, Caracas. Photo by Andrés E. Azpúrua
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons