Temnospondyli – ټېمنوسپونډیلای

له دوه یوناني کلیمو ترکیب شوی نوم ده د (τέμνειν, temnein) مانا پرې شوی ده او د (σπόνδυλος, spondylos) مانا د شمزي مهره ده. ټېمنوسپونډیلای د وړو او غټو څلور پښیو مختلف فرعي کلاس ده. لومړني دوه ژواکي دي کوم چې په ټوله نړۍ کې په کاربوني، پېرمیان او ټریاسیک مودو کې راڅرګند شوي. یوازې یو څو ډولونه یې په کرېټاسیوس مودې کې هم ژوندي پاتې وو. فوسیل یې په ټولو لویو وچو کې شته دی. د تکامل مخینه یې تقریبا ۲۱۰ میلیونه کاله ده او په دې موده کې ټېمنوسپونډیلای له مختلفو چاپېریالو سره تطابق وکړ لکه په تازه اوبو کې، په وچه کې او همداسې له سمندري چاپېریال سره تطابق. له فوسیل څخه یې د لاروا دوره، د شکل تغیر (metamorphosis) او بلوغ ته رسېدلی ژوند درېواړه مطالعه شوي. ډېری ټېمنوسپونډیلای نیمه په اوبو کې ژوند کوونکي وو خو ځینو یوازې په وچه کې ژوند کوه او اوبو ته یوازې د مثل د تولید لپاره داخلېدل. زیاتو یې منګولې او په ملا کې د زغرې داسې هډوکی لره چې له اوسنیو دوه ژواکو یې په ډلبندۍ کې جلا کوي.
 
ټېمنوسپونډیلای د ۱۹ پېړۍ په پیل کې وپېژندل شول او په پیل کې ګمان کېده چې په سینه څښېدونکي یا خزندګان دي. وروسته څو ځلې تشرېح شول او (batrachians, stegocephalians, and labyrinthodonts) نومونه ورکړل شول کوم چې اوس ډېر کم وخت دې ژو ته کاریږي. کوم ژوي چې اوس په ټېمنوسپونډیلای کې ډلبندي شوي د ۲۰ پېړۍ تر پیل پورې د دوه ژواکو په مختلفو ګروپونو کې ډلبندي شوي وو. کله یې چې د شمزي مهرې مطالعه شوې په ټېمنوسپونډیلای کې ډلبندي شول د ټېمنوسپونډیلای مانا پرې شوې د شمزي مهره ده او د دې ژو د شمزي هره مهره په جلا برخو پرې شوې.
 
مسلکي کسان په دې اتفاق نلري چې ګواکې ټېمنوسپونډیلای په عصري دوه ژواکو کې د سیسیلین او د اوبو د لټکو ګډ پلرونه دي. په دې هم متفق ندي چې ټول ګروپ مړ شوی او هېڅ ژوندی نسل یا ډول یې نده پاتې. د دوه ژواکو د پلرونو په اړه مختلفې فرضې موجودې دي. ځینې ګمان کوي چې عصري دوه ژواکې له ټېمنوسپونډیلای رامنځته شوي. ځینې بیا په دې اند دي چې چونګښې او د اوبو لټکې له (temnospondyls) رامنځته شوي او سیسیلین له (lepospondyls) رامنځته شوي. تر ټولو وروستیو مطالعو ټېمنوسپونډیلای د دوه ژواکو تر ټولو نږدې تړاو لرونکي ګڼلي او دواړو ته یې د غاښونو، د سر د کوپړۍ او د اورېدو لپاره د جوړښت پر بنسټ تړاو ورکړی.
 
ډېری ټېمنوسپونډیل له عصري دوه ژواکو ډېر زیات غټ دي او فزیکي شکل یې کروکوډایل یا تمساح ته ورته ده. کوم چې واړه دي ظاهري شکل یې لټکې ته ورته ده. ډېری یې پراخ شوی سر لري او پوز یې بې څوکې یا پڅ ده خو د ځینو سرونه یې اوږده شوي او پوز یې څوکه لري. د ځینو د سر شکل یې ګرد او یا مثلثي ده. هډوکو یې ممکن د وینې د رګونو مرسته کړې وي او ممکن کاربن ډایوکسایډ یېهډوکو ته لېږدوه تر څو په وینه کې اسیدي ترکیب خنثی کړي (پخوانیو څلور پښیو کوم چې په وچه کې اوسېدل ممکن په سختۍ وینه کې کاربن ډایوکسایډ خنثی کوه او ممکن د ډېرمل هډوکو یې په خنثی کېدو کې مرسته کوله). د سترګو او پوزې ترمنځ یې (sensory sulci) لره کوم چې په اوبو کې د لړزې یا خوځښت د پیدا کولو لپاره کاریږي. کوم چې په اوبو کې وو مخکینیو پښو یې څلور ګوتې لرلې او وروستیو پنځه ګوتې خو کوم په وچه کې اوسېدل د بدن غړي یې ډبل او ځینو منګولې یا د لاس په څېر پنجې لرلې. یو ډول چې د (Fayella) په نامه یادیږي د بدن ډېر زیات اوږده غړي لرل او ممکن ښه منډه وهونکی او د نورو ژو ښکار کوونکی وو.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلېډ باتراکومورفا
ډله ټېمنوسپونډیلای

Class Amphibia

  • Order Temnospondyli
    • Superfamily Edopoidea
    • Family Dendrerpetontidae
    • Suborder Euskelia
      • Superfamily Dissorophoidea
        • Family Amphibamidae
        • Family Branchiosauridae
        • Family Dissorophidae
        • Family Micromelerpetontidae
      • Superfamily Eryopoidea
        • Family Eryopidae
        • Family Parioxyidae
        • Family Zatrachydidae
    • Clade Limnarchia
      • Clade Stereospondylomorpha
        • Superfamily Archegosauroidea
          • Family Actinodontidae
          • Family Archegosauridae
          • Family Intasuchidae (placement is uncertain)
          • Family Sclerocephalidae
        • Suborder Stereospondyli
          • Family Peltobatrachidae
          • Family Lapillopsidae
          • Family Rhinesuchidae
          • Family Lydekkerinidae
          • Clade Capitosauria
            • Superfamily Mastodonsauroidea (Capitosauroidea)
              • Family Heylerosauridae
              • Family Mastodonsauridae
              • Family Stenotosauridae
          • Infraorder Trematosauria
            • Superfamily Trematosauroidea
            • Superfamily Metoposauroidea
            • Superfamily Plagiosauroidea
            • Superfamily Brachyopoidea
            • Superfamily Rhytidosteoidea

Sclerocephalus (Actinodon)
Skeleton of Sclerocephalus (Actinodon) from the Rhinopolis in Gannat (France). Photo by Joerim
Eryops - National Museum of Natural History - IMG 1974
Eryops fossil specimen and tadpole (formerly known as Pelosaurus) in the National Museum of Natural History, Smithsonian Institution, Washington, DC, USA. Photo by Daderot
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons