– فلېکشن خوځښت (Flexion) دا خوځښت د بدن دوه غړي یو بل ته نږدې کوي لکه د لېچو مټې ته نږدې کول.
– ابډکشن خوځښت (abduction) د یو غړي د بدن د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته خوځول. د بدن منځنۍ کرښه ( body’s midline or mid line of the body) شمزي یا د ملا تیر دی.
دا چاره پښو ته اجازه ورکوي چې یوه پښه له بلې مخکې کېښودل شي لکه قدم وهلو کې چې یوه پښه له بلې مخکې ایښودل کیږي. همداسې زنګنونو ته د څنګ په څنګ ثبات وړتیا ورکوي. د اضافي لېګامنټ دنده هم ترسره کوي او له پاسنیو، منځنیو او لاندینیو فایبرونو سره کار کوي.
کله چې یو کس نېغ ولاړ وي نو د ورون د هډوکي له پاسه د خاصره لګن د هډوکي ثبات کې ونډه اخلي. دا عضله د سکي لوبې او یا هم په اس د سپرېدو پر وخت د پام وړ کاریږي. که چېرې دا عصله لنډه شي، ستړې یا هم کلکه شي نو د خاصره لګن په برخه کې ممکن په توازن کې توپیر رامنځته شي. دې عضلو ته د رګونو انتقال له (profunda femoris) سرچینه اخلي او د (the lateral circumflex femoral artery) په نامه یادیږي.