Termite – ټېرمایټ وینه
ځینې خلک یې د اوبو سپی، ځینې مېږی او ځینې وینه بولي. د پرمختللي ټولنیز چلند لرونکې حشرې دي. په اېزوپتېرا له ډلې پورته ډله کې ډلبندي شوي. مخکې له کورنۍ د کثافتو کورنۍ ګونګټې څخه جلا ډلبندي شوي وو خو اوس د کثافتو له کورنۍ ګونګټې سره یو ځای ډلبندي شوي. اوسنۍ فیلوجنتیک مطالعه ښي چې دواړه په جوراسیک یا تریاسیک دوره کې له ګډو پلرونو رامنځته شوي او ممکن لمړي غړي یې په پېرمیان یا کاربني دوره کې راڅرګند شوي وي. تر اوسه یې ۳۱۰۶ ډولونه تشرېح شوي او د سلګونو ډولونو تشرېح یې پاتې ده او ممکن په راتلونکې کې به تشرېح شي. په انګرېزۍ کې ډېر خلک د سپین مېږي (white ant) نوم هم ورته اخلي خو مېږی نده.
د اوبو سپی په خپله ټولنه کې کار کوونکي، خنثی نران او ښځې کوم چې د مثل د تولید وړتیا نلري، مزودران او سرتیري لري. همداسې تولې کالونۍ یې د مثل د تولید وړتیا لرونکي نران لري کوم چې د کالونۍ پاچایان وي. همداسې یوه یا څو د مثل د تولید وړتیا لرونکې ښځې یا ملکې لري. خواړه یې د بوټو مړاوې شوې برخې په ځانګړې توګه لرګی او وچې پاڼې، سولولوز، خاورې او د ژو فضوله مواد دي. په کالونۍ کې یې له څو سوه تر څو میلیونه پورې غړي وي. ښځه یې د نړۍ تر ټولو حشرو زیات عمر لري او له ۳۰ تر ۵۰ کالو پورې ژوند کوي. نا بشپړ د شکل تغیر کوي کوم چې په هګۍ کې، د لاروال نیمف دوره او له ودې کولو وروسته ترسره کیږي. په ځینې انساني کلتورونو کې خواړه دي او په ځینو سیمو کې ترې تودیز درمل جوړیږي. همداسې سلګونه ډولونه یې د کورونو، کرنې او بوټو افت ګڼل کیږي.
د انګرېزۍ ژبې (Termite) کلیمه له لاتینۍ ژبې اخیستل شوې او مانا یې د ” لرګي چونجی یا وینه ” او ” سپین مېږی ” ده. د انفرا ډلې (Isoptera) له یونانۍ کلیمو ترکیب شوې د (iso) مانا برابر او د (ptera) مانا وزر لرونکی ده. په پخوانۍ انګرېزۍ کې یې همدا دوه (wood ants or white ants) ورته اخیستل خو په عصري انګرېزۍ کې د (Termite) په نامه یادیږي او دا کلیمه په لمړي ځل په ۱۷۸۱ کې وکارېده.
په اسیا کې ۴۳۵، په افریقا کې ۱۰۰۰، په شمالي امریکا کې ۵۰، په سوېلې افریقا کې ۴۰۰، په اروپا کې ۱۰ او په استرالیا کې ۳۶۰ ډولونه لري.
د ژوند دوران
خنثی نران یې له خاکي هګیو وده کوي خو کار کوونکې او ملکې ښځه یې دواړه له القاح شوو هګیو وده کوي. په کالونۍ کې یې د ښځینه او نارینه کار کوونکو دندې توپیر لري. د ژوند دوران یې له هګۍ پیل کیږي او د شکل نا بشپړ تغیر کوي کوم چې په هګۍ کې، لاروال نیمف دوره کې او د بلوغیت دوره کې ترسره کیږي. واړه نیمف بچیان ېې په شکل کې غټو ته ورته وي او له ودې کولو سره څو ځلې کوریز کوي. په ځینې ډلونو کې بیا هګۍ څلور ځلې پوستکی بدلوي او نیمف بچیان یې درې ځلې کوریز کوي. د لمړي کوریز نه وروسته کار کوونکی ترې جوړیږي او په دوېم کوریز کې یې رتبه سرتیري ته لوړیږي.
بلوغیت ته رسېدل یې څو میاشتې وخت نیسي کوم چې د خوړو له شتون سره، د هوا له تودوخې او د کالونۍ له نفوس سره تړاو لري. نیمف بچیان یې خپل ځان خپله نه نشي تغذیه کولای او کار کوونکي یې تغذیه کوي خو د بچیانو مړولو تر څنګ د کالونۍ په ټولنیز ژوند کې هم برخه اخلي. له دې پرته ځاله جوړونه کې، له بهر خوړو راوړنه کې او د ځالې ساتنه کې هم بوخت وي. په ځاله کې یې فېرومون کیمیاوي توکي ټول غړي خنثی کوي او یوازې یو څو یې د مثل د تولید وړتیا لرلای شي.
د مثل تولید
یوازې د الوت په وخت کې ځالې پرېږدي. کله چې والوزي ملکې یې له نرانو سره جوړه کیږي او بېرته ځمکې ته راکوزیږي او د جنسي نزدیکت او مثل تولید لپاره کالونۍ ته مناسب ځای لټوي. تر څو یې چې د کالونۍ لپاره ځای نه وي موندلی تر هغو جنسي نزدیکت نکوي. کله چې د خونې جوړولو لپاره کنده وباسي له هغې وروسته یې د ننوتون لار بندوي او جنسي نزدیکت کوي. له دې وروسته ټول عمر په ځاله کې تېروي او هېڅکه بهر نه وځي. د جوړې پیدا کوونې لپاره په هر ډول کې د الوت کوونې وخت توپیر لري. ځینې یې په اوړي کې د ورځې لخوا الوت کوي او ځینې بیا په ژمې کې د جوړې لټولو لپاره الوت کوي. الوت یې له چاپېریال، لوندوالي او د بادونو له سرعت سره تړاو لري. کوم ډولونه یې چې غټ دي په کالونۍ کې له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې غړي ژوند کوي کوم چې واړه دي تر یو میلیون پورې غړي په کالونۍ کې امکان لري.
د کالونۍ په پیل کې ملکه له ۱۰ تر ۱۵ پورې هګۍ کوي خو کله چې کالونۍ څو کلنه زړه شي په ورځ کې تر ۱۰۰۰ پورې هګۍ اچوي. په ځینې ډولونو کې د ملکې د ګېډې شکل له نورو غړو سره توپیر لري او په یوه ورځ کې تر ۴۰۰۰۰ پورې هګۍ اچولای شي. هګۍ یې د ګېډې کچه کې توپیر راولي او د ځوانۍ له دورې څو ځلې اوږدیږي او له همدې یوازې خوځښت نشي کولای او په هر څه کې یې کار کوونکي مرسته کوي. پاچا یې کمه اندازه اضافي وده کوي او د ژوند تر پایه له ملکې سره جنسي نزدیکت ته ادامه ورکوي. نر او ښځه یې مونوګاموس دي او له همدې امله د سپرم تویولو لپاره نران خپله کې سیالي نکوي – مونو ګاموس هغه ژوي دي چې یوازې یو نر یا یوه ښځه له خپلې جوړې سره جنسي نزدیکت کوي. ځینې ملکې د دې وړتیا لري چې پرته له جنسي نزدیکته هم د مثل تولید وکړي. په کالونۍ کې ځینې غړي موجود وي چې که چېرې پاچا یا ملکه مړه شي نو ځایناستي کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!