Terreña – تېرېنا غوییز

په باسک ژبه کې یې نوم (Behi terreña) لیکل کیږي. د هسپانیا په شمال کې د باسک خودمختاره سیمې غرني غوییز دي. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. غویان یې، په سیمه کې، د لویې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره کارېدل. له اپرېل تر نومبر پورې ازاد په غرونو کې څرول کیږي خو د ژمي میاشتې بیا د سیمې په کلیو کې تېروي. په ۱۹۹۱ کال کې یې شمېر تر ۲۰۸ غوییزو پورې را کم شوی وو خو تر ۲۰۱۴ کال پورې یې شمېر بېرته تر ۲۴۷۴ پورې ورسول شو، په یاد شمېر کې ۲۲۶۰ غواګانې او ۲۱۴ غویانو وو.

undefined

Share
Hide Buttons